روان کال د ننګرهار کرنې ریاست څه باندې ۸۷ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴۰
روان کال د ننګرهار کرنې ریاست څه باندې ۸۷ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن ولس ته د حساب ورکونې په لړ کې د کرنې ریاست ترسره کړې فعالیتونه، لاسته راوړنې او راتلوونکې پلانونه له رسنیو سره شریکې کړې.
ښاغلي محسن وویل، چې له نېکه مرغه د روان کال په ترڅ کې د ننګرهار د کرنې ریاست د بېلابېلو امریتونو د اجارو، اراضۍ، ځنګلاتو، مېوو، عشر او زکات له درکه ۸۷ میلیونه، ۱۵۸ زره او ۸۷۹ افغانۍ عواید راټول او په بانک کې جمعه شوي دي. 
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې سږ کال یې ۴۶ زره او ۵۲۱ تنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلي، ۱۳۰ زره بزګرانو ته په مختلفو برخو کې روزنه ورکړل شوي، ۵ زره او ۶۶۴ تنو بزګرانو ته د جوارو، لوبیا، مۍ او سویابینو هایبرایډ تخمونه، کیمیاوی سرې او کرنیز وسایل ورکړل شوي، په مختلفو ولسوالیو کې پر سلګونه جریبه ځمکه د ستروسو، موتیا او نورو نیالګیو بڼونه جوړ شوي، د تورخم قرنطین مدیریت له لورې د ۲۵۵ بوجۍ ممپلي، یو موټر آم، ۳ موټره جوار، ۱۹ ټنه هوږه او ۱۶ ټنه سویابین چې د استفادې وړ نه وه بېرته پاکستان هېواد ته ورګرځول شوي دي، ۵۰۰ ورقي نیاتي سرټفکیټونه وېشل شوي او ۱۰۰۰ موټره د نباتي محصولاتو لارې د ناروغیو مخنیوي په موخه فومګیشن شوي دي.
مولوی محمد ولي محسن زیاته کړه، چې د ننګرهار څېړ مرکز کې ۱۳ ټنه د غنمو مورنې او بنیادې تخم تولید شوي، پر ۳۶ نباتاتو مختلفي توافقي او تطبیقي تجروبي روانې دي، د طبیعي زېرمو په برخه کې ۲۵۰۰ متره تراسونه کېندل شوي، ۱۶۷ زره مېوه لرونکي او بې مېوې او زینتي بوټي روزل شوي او وېشل شوي، ۱۶ چکډېمونه جوړ شوي، ۲۵۰ کیلو متره کانالونو پاک کاري شوی،  په ختیځ زون کې د اوړنی او ژمني نباتاتو ۱۶۴۰.۳۶ هکتاره کرل شوو ځمکو څارنه شوی، د نباتاتو ۴۵۰ نمونې را ټولې شوي او لابراتوار کې ثبت او راجستر شوی، د ۳ زره او ۷۳۱ مټریک ټنه تخم لابراتواري تجزیه شوې ده، په ختیځ زون کې د اوړنې او ژمني نباتاتو تخم لپاره ۷۴ زره او ۱۹۰ قطعي ټګونه او ۴۴۹ ورقي سرټفکیټونه وېشل شوي دي.
همدارنګه ۶۴۷ زره او ۸۳۷ دوزه مختلف واکیسنونه تطبیق شوي، ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیوانی خوراکه ورکړل شوي، ۳۰۳  زره راسه،  فرده او قطعه حیوانات درملنه او وقایه شوي دي، ۴۰ زره او ۸۳۳ د ویني سمپلونه د تشخیص په موخه لابراتوار ته راوړل شوي، ۲۱۸ بې وزله میرمنو ته  خوسکۍ ورکړل شوي. 
د ننګرهار دکرنې رییس دغه راز وویل، چې د غصب مخنیوي کمیسیون له لورې استرداد شوي درې ښارګوټو ځمکې معلومات په ځمکې بانک کې داخل شوي، مختلفو اداراتو ته د زرګونه جریبه ځمکو انتقال، د بیې معلومولو پروسه طې شوی او منظورې لپاره مرکز ته استول شوي او په سلګونه املاکي تحقیقي دوسیې عدلیې ریاست ته استول شوي دي.
دغه راز د ننګرهار دکرنې رییس د کرنې او مالدارۍ سکتورنو پیاوړتیا په موخه خپل راتلوونکې پلانونه هم شریک کړل.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۴:۱۲
Background image

حاصلات شفتالو در کشور به بیش از ۶۵ هزار متریک تُن رسید

۳ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
بر بنیاد آمار ریاست احصاییه و معلومات زراعتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در سال جاری ۶۵ هزار و ۳۴۱ متریک تُن شفتالو از باغ‌های کشور به‌دست آمده است.
ولایت‌های هرات،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۴:۷
Background image

در کندهار کار ساخت یک چک‌دم بزرگ به هزینه ۱۶ میلیون افغانی آغاز شد

۳ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان از بودجه انکشافی خویش کار ساخت یک چک‌دم بزرگ را در قریهٔ کندلان ولسوالی کښته شاولیکوت ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۳:۳۲
Background image

در هلمند برای هزاران دهقان مستحق تخم‌های اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع می‌شود

۳ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
به سعی و تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند و با همکاری مالی مؤسسه خیریه «نسل‌های آینده افغانستان»، روند توزیع تخم‌های اصلاح‌شده. . .

بازگشت به خبرها