د لغمان مهترلام ښار کې د غیر روغتیايي غوښو د پلور مخنیوي په موخه څارنه وشوه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۲:۳۰
د لغمان مهترلام ښار کې د غیر روغتیايي غوښو د پلور مخنیوي په موخه څارنه وشوه 

۱۴ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د لارښوونې پر بنسټ، د مهترلام ښار د قصابيو او چرګانو د خرڅلاو له مارکیټونو څخه د غیر روغتیايي او خرابو غوښو د پلور مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه.
دغه څارنه د څارویو روغتیا او مالدارۍ چارو آمر ډاکتر جوادالله علیزاده په مشرۍ، د څارویو روغتیا مدیر ډاکټر محمد نعمان اعظمي، د څارویو محصولاتو کنټرول مدیرانو او نورو مسلکي وترنر ډاکترانو له لوري وشوه.
د څارنې پر مهال قصابانو ته د څارویو د شرعي حلالولو، د غوښو ټاپه کولو، د هټیو د حفظ الصحې مراعتولو او اړوندو نورو برخو کې لازمې سپارښتنې وشوې.  د یاد پروګرام موخه ټولنې ته د باکیفیته څارویو محصولاتو وړاندې کول دي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ریاست مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پیرامون  چگونگی  مصرف بودجه انکشافی سال قبل و بررسی چگونگی تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

سنگ تهداب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل پروان گذاشته شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
سنگ تهداب یک باب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل ولایت پروان طی مراسمی با حضور مسئولان محلی و مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت گذاشته شد.
این. . .

بازگشت به خبرها