کندهار ته د کرنې وزارت د ګډ پلاوي سفر

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۰:۲۳
کندهار ته د کرنې وزارت د ګډ پلاوي سفر

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د څارویو د روغتیا رئیس انجنیر عبدالولي، د څېړنو او د نسل د اصلاح آمر انجنیر ذاکرالله، او د څارویو محصولاتو د کیفیت او تعیین څیړنې آمر انجنیر رحیم الله، کندهار ته د څارویو څیړنیز فارم او کمپلکس جوړولو په موخه سفر وکړ.
یاد پلاوي د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په رهبرۍ، د مالدارۍ آمریت په ملتیا، د کوهکران څېړنیز فارم، نوروزي څېړنیز فارم او باغ پل سیمو ته سفر وکړ، ترڅو هلته د څارویو څېړنیز فارم او کمپلکس د جوړولو لپاره د مناسبې ځمکې ارزونه وکړي. 
دغه راز یاد پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د کبانو د هچري لپاره ځانګړې شوې ځمکې څخه هم لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د خپل رسمي سفر په وروستیو کې د شېدو تولیدونکو غواګانو فارمونو، د څارویو خوراکي نمونو (سمپلونو)، د څارویو کلینکونو، د وحشي ژوبڼ، او د سپرم تولیدونکو شرکتونو د محصولاتو کیفیت څخه هم لیدنه وکړه، چې پرمهال یې هغوی خپلې ستونزې هم ورسره شریکې کړې. 
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست پلان لري، ترڅو په راتلونکي کې د مالدارۍ د څېړنې او تحقیقاتو لپاره یو څېړنیز فارم جوړ کړي. دا فارم به د مسلکي محققینو له لوري د څارویو د روغتیا، نسل اصلاح، او محصولاتو د لوړوالي په برخه کې مهم علمي څېړنې ترسره کوي، چې دا به د کندهار د مالدارۍ سکتور لپاره یو ستر پرمختګ وي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۳
Background image

آغاز پروژه بازسازی شبکه‌های زهکشی برای احیای زمین‌های زراعتی در بامیان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
پروژه پاک‌کاری و کندن‌کاری مسیر خروجی آب در ساحه زراعتی قریه هلگی آجر و اعمار و بازسازی شبکه زهکشی قریه انداب ولسوالی کهمرد ولایت بامیان با حضور نمایندگان وزارت زراعت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۲
Background image

تأکید بر شفافیت و بهبود روند جمع‌آوری عواید ریاست زراعت پروان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سفر رسمی به ولایت پروان با مولوی خان محمد حقمل رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و آمرین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۲
Background image

آغاز کار اعمار شبکه زهکشی برای احیای ۶ هزار جریب زمین زراعتی در بامیان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
پروژه اعمار شبکه زهکشی در ساحه چمن ولسوالی یکاولنگ شماره یک ولایت بامیان با حضور نمایندگان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مسئولان ریاست زراعت این ولایت، بزرگان محل و. . .

BACK TO NEWS