کندهار کې بزګرانو ته د کرنیزې ظرفیت لوړونې روزنه ورکړل شوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۳:۵۲
کندهار کې بزګرانو ته د کرنیزې ظرفیت لوړونې روزنه ورکړل شوه 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په لارښوونه، د کندهار کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمریت په تخنیکي همکارۍ د ځینو ولسوالیو بزګرانو ته د کرنیزې ظرفیت لوړونې روزنه ورکړه.
په دې روزنیز پروګرام کې بزګرانو ته د کرنیز ترویج پېژندنه، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د مناسبي استفادې، مؤثرو کرنیزو میتودونو، د زعفران، اقتصادي تیلي او صنعتي بوټو کرنې، تولید او ارزښت اړوند نظري روزنه ورکړل شوه.
د دې پروګرام موخه د بزګرانو کرنیز ظرفیت لوړول، میکانیزه کرنې ته د بزګرانو هڅول، د کرنیزو ځمکو مؤثره استفاده او د کرنې نوي میتودونه دودول دي.
د یادونې وړه ده، چې تېره ورځ هم د کندهار کرنې ریاست د شپږو ولسوالیو د ترویج او غله جاتو مدیرانو ته د کرنیزې ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار ترتیب کړی و.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ریاست مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پیرامون  چگونگی  مصرف بودجه انکشافی سال قبل و بررسی چگونگی تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

سنگ تهداب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل پروان گذاشته شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
سنگ تهداب یک باب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل ولایت پروان طی مراسمی با حضور مسئولان محلی و مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت گذاشته شد.
این. . .

بازگشت به خبرها