د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې یوشمېر قصابۍ وڅارل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۳:۵۸
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې یوشمېر قصابۍ وڅارل شوې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق                       
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدمتونو او څارويو روغتيا امریت مسلکي کارکوونکو لخوا مرکز لښکرګاه ښار کې  له یو شمېر قصابیو څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه.
په دې وروستیو کې د هلمند ولایت کرنې ریاست او لښکرګاه ښاروالۍ په ګډو همکاریو مرکز لښکرګاه کې د قصابیو هټۍ په مسلکي ډول تنظیم شوي دي، چې له مخې یې د چاپېریال د ککړتیا او بې نظمیو مخنیوی کې د پام وړ بهبود رامنځته شوی دی.
دیادې څارنې په ترڅ کې هغو قصابانو ته چې په مسلخ/مذبح کې یې څاروي نه حلالول ورته سپارښتنه وشوه، چې په راتلونکي په نورو ځایونو کې څاروي حلال نکړي.
د دغې څارنې او ارزونې موخه د خرابو او غیر صحي غوښو د پلور مخنیوی، د قصابیو لا ښه تنظیم، د حفظ الصحې مراعتول او اړونده قصابانو ته په مسلخ (مذبح) کې د څارویو د حلالولو توصیه ده.
ددې څارنې په ترڅ کې د هلمند د کرنې ادارې مسلکي کارکوونکو لخوا د  قصابیو اړوندو هټیوالو ته په بېلابېلو برخو کې لازمې سپارښتنې هم وشوې.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۲۲
Background image

پیشرفت بیش از ۹۰ درصدی پروژه چکدم در ولسوالی خانچهارباغ فاریاب

۲۴ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت فاریاب از پیشرفت قابل ملاحظه پروژه ساخت چکدم در ولسوالی خانچهارباغ این ولایت خبر می‌دهد.
بر اساس گزارش نظارتی هیأت تخنیکی این ریاست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۳۲
Background image

برگزاری جلسه هماهنگی آغاز مرحله دوم تفتیش مزارع در بلخ

۲۴ حمل ۱۴۰۵ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ از برگزاری جلسه‌ای به‌منظور آغاز و هماهنگی مرحله دوم تفتیش مزارع دهاقین با اشتراک مسئولان و نمایندگان چهار نهاد دولتی و ۲۳ شرکت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۳۱
Background image

اجرای عملیات دواپاشی در جنگلات پسته طبیعی ولسوالی نهرشاهی بلخ

۲۴ حمل ۱۴۰۵ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ از اجرای عملیات دواپاشی در جنگلات پسته طبیعی ولسوالی نهرشاهی خبر می‌دهد. این اقدام به‌منظور حفاظت، تقویت و جلوگیری از شیوع آفات. . .

بازگشت به خبرها