د ټاپي پروژې پایپ لاین لپاره د ځمکو د تثبيت حق مالکیت او استملاک په موخه د هرات ولايت سرحدي سیمو څخه ليدنه وشوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۵:۳۲
د ټاپي پروژې پایپ لاین لپاره د ځمکو د تثبيت حق مالکیت او استملاک په موخه د هرات ولايت سرحدي سیمو څخه ليدنه وشوه 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم، د هرات ولایت مرستیال ملا نقیب الله ایوب، د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوال حاجی مغفور او د اراضۍ لوی ریاست د تخنيکي څانګې کارکوونکو په شتون کې د ټاپي پروژې پایپ لاین لپاره د ځمکو د تثبيت حق مالکیت او استملاک په موخه د هرات ولايت سرحدي سیمو څخه ليدنه وشوه. 
په سيمه کې ټيمونو د ټاپي پروژې د پايپ لاين د غځولو لپاره د ځمکو تثبيت حق مالکیت او استملاک په موخه له ساحې څخه کتنه وکړه او د دغه کار د لاښه والي په پار يې خپل نظرونه د اراضۍ ادارې او هرات ولايت له مسؤلینو سره شريک کړل.
ورپسې د اراضۍ لوی رییس د ټيمونو د نظرونو د اوردو څخه وروسته هغه ټولې سرحدي نقطې له نيږدې وليدلې چې ويل کېږي د ټاپي پروژې پايپ لاينونه له دې مسير څخه تېر شي.
په پای کې د اراضۍ لوی رییس د ټاپي پروژې لپاره د ځمکو د تثبيت حق مالکیت او استملاک په برخه کې ټولو کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې ترڅو په ياده موضوع کې ښکېل ټول کسان خپله دنده په پوره صداقت او ايماندارۍ سره پیل او همدارنګه په خپلو ورسپارل شويو مسؤلیت کې له خنډ او ځنډ څخه هم ډډه وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۳
Background image

آغاز پروژه بازسازی شبکه‌های زهکشی برای احیای زمین‌های زراعتی در بامیان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
پروژه پاک‌کاری و کندن‌کاری مسیر خروجی آب در ساحه زراعتی قریه هلگی آجر و اعمار و بازسازی شبکه زهکشی قریه انداب ولسوالی کهمرد ولایت بامیان با حضور نمایندگان وزارت زراعت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۲
Background image

تأکید بر شفافیت و بهبود روند جمع‌آوری عواید ریاست زراعت پروان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سفر رسمی به ولایت پروان با مولوی خان محمد حقمل رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و آمرین. . .

BACK TO NEWS