د ننګرهار کانال شرکت: د ترکاڼۍ  فابريکې د توکو مينه وال ډېر شوي 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۲:۱۸
د ننګرهار کانال شرکت: د ترکاڼۍ  فابريکې د توکو مينه وال ډېر شوي 

۶ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وايي، د کانال اړوند د ترکاڼۍ فابریکه د لسګونو کلونو ځنډ وروسته بیا فعاله شوې، چې په دې فابریکه کې د جوړو شویو توکو مینه وال ډېر شوي او د بهرنیو هغو ځای یې نیولی دی.
د کانال د چارواکو په خبره، د کانال د ترکاڼۍ فابریکه له ۳۲کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا فعاله  شوې، چې د پخوا په څېر یې تولیدات د هېواد ګڼو سیمو رسېږي.
ياده فابريکه کابو دوه دېرش کاله وړاندې د بهسودو ولسوالۍ اړوند ثمرخېلو سيمه کې په دوه شپيته جريبه ځمکه کې فعاله وه، چې په کې سلګونه کسان په کار بوخت وو او د هېواد د بېلابېلو سیمو له لرګيو څخه به په کې دروازې، څوکۍ، مېزونه، فرنيچرې او نور توکي جوړېدل؛ خو د کورنیو جګړو له امله یې فعاليت ودرېد.
د کانال مسوولین وايي، يادې فابريکې هغه مهال بېلابېل ډوله ماشينونه لرل، چې د اسيا په کچه يې نوم درلود؛ خو اوس يوځل بيا هڅه کيږي، چې د اوسني عصر سره سم مجهز ماشینونه پکې فعاله کړي او نمونه‌يي توکي جوړ کړي.
اوس مهال په دی فابرېکه کې مسلکي کسان په کار بوخت دي میزونه، کوچونه، چوکۍ، المارۍ، کوډ بندونه او د کانال د بېلابېلو امریتونو، او مدیریتونو کې شته د ترکاڼۍ د برخې 
د ننګرهار د کانال شرکت زرګونه جریبه ځمکه لري او زرګونه ونې هم لري، چې له لرګیو څخه یې په دغه فابریکه کې توکي جوړېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS