ننګرهار کې د خصوصي سکتور له لورې کرل شوو غنمو لومړنی پلټنه ترسره شوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۴:۱۹
ننګرهار کې د خصوصي سکتور له لورې کرل شوو غنمو لومړنی پلټنه ترسره شوه 

۱ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلال ګروپ د ۱۴۰۴ کال لپاره په پراخه پیمانه د غنمو کر ترسره کړی، چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند اصلاح شویو تخمونو ته د تصدیق د ورکړې امریت د تخنیکي کارکوونکو له لوري یې لومړنی پلټنه ترسره شوه.
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند اصلاح شویو تخمونو ته د تصدیق د ورکړې امریت د تخنیکي مسولینو انجنیر هارون اکرم او انجینر نظیف الله ته په ختیځ کې د هلال ګروپ د سیمه ییز دفتر مسؤل ډاکټر عبدالغفار لودین له لوري د کرل شوې ساحې، نوعو او اړونده برخو په تړاو هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
د تصدیق ورکړې امریت تخینکي مسولینو دکرل شوې ساحې تثبیت ترڅنګ، وویل د کر لپاره ځمکه په ښه شکل اماده شوې چې تخم په ښه شکل تیغ وهنه کړې.
نوموړي د هرزه ګیاه وو د کنټرول، د امراضو د مخینوي په موخه د درملو پر وخت د استعمال او پر خپل وخت د لومړي دوز سرې د ورکړې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې هلال ګروپ سږ کال یو وار بیا د معیاري او ښه تخم د تولید په موخه په پراخه پیمانه د غنمو د بیلابیلو نوعو کر ترسره کړی چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تصدیق د ورکړې امریت له لوري تصدیق شوی تخم به لاسته راوړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS