د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس د کندهار دکرنې له رییس سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۰:۲
د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس د کندهار دکرنې له رییس سره وکتل

۳۰ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو رییس ملا سراج الحق میرویس ذاکري کندهار ولایت ته خپل سفر په ترڅ کې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مقام کې د کندهار دکرنې رییس مولوي فضل الباري فضلي سره په داسې حال کې وکتل، چې ددې ریاست یوشمېر نور چارواکو هم شتون درلود.
ددې کتنې په ترڅ کې د روان ۱۴۰۳ کال د ځنګلونو، علفچرونو او نورو برخو پاتې پراختیایي بودیجې د اغېزمن مصرف په اړه خبرې اترې وشوې.
د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس ملا سراج الحق میرویس ذاکري وویل، چې د ځنګلاتو، څړځایونو او ورته برخو لپاره ځانګړې شوې پراختیایي بودیجه باید په شفافه او اغېزمنه توګه د روان کال د پای ته رسېدو مخکې مصرف شي. هغه د منګالي فارم د قوریو جوړولو پر اهمیت او په روان کال کې د پاتې بودیجې پر مؤثره کارونې ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، چې راتلونکي کال ته باید د پرمختللو او اغېزمنو پلانونو لپاره په منظمه توګه تیاری ونیول شي، ترڅو د ځنګلاتو او څړځآیونو د پراختیا چارې ګړندۍ شي.
وروسته بیا د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي د روان ۱۴۰۳ کال د ځنګلاتو ریاست اړوند پراختیایي بودیجې په شفاف او اغیزمن ډول سره د مصرف ډاډ ورکړ. هغه وویل، چې پاتې بودیجه به د راتلونکو دوو میاشتو په اوږدو کې په اغېزمنه او شفافه توګه مصرف شي. د دې موخې د لا شفافیت او ښه مدیریت لپاره یې په غونډه کې د یوې ځانګړې اتحادیې جوړولو پرېکړه وکړه. نوموړي زیاته کړه، چې د دې اتحادیې له لارې به ټولې چارې په منظمه توګه پر مخ یوړل شي او د بودیجې مصرف به په اغېزناک ډول تر سره شي. 
نوموړي زیاته کړه، چې د راتلونکي ۱۴۰۴ هـ ش کال لپاره د ځنګلاتو ریاست اړوند پلان جوړ شوی، چې راتلونکي کال به تطبیق شي. 
د غونډې په وروستۍ برخه کې د کندهار دکرنې رییس او د کرنې وزارت د ځنګلونو لوی رییس د پاتې بودیجې د اغېزمن مصرف لپاره اړینې پرېکړې وکړې. دواړو مشرانو د کرنې ریاست اړونده مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د بودیجې چارو د ښه ترسره کېدو لپاره له نوښتونو څخه کار واخلي او د چارو د پرمختګ په هره مرحله کې د روڼتیا او مؤثریت معیارونه په پام کې ونیسي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ریاست مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پیرامون  چگونگی  مصرف بودجه انکشافی سال قبل و بررسی چگونگی تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

سنگ تهداب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل پروان گذاشته شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
سنگ تهداب یک باب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل ولایت پروان طی مراسمی با حضور مسئولان محلی و مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت گذاشته شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

سنگ تهداب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل پروان گذاشته شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
سنگ تهداب یک باب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل ولایت پروان طی مراسمی با حضور مسئولان محلی و مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت گذاشته شد.
این. . .

بازگشت به خبرها