د پکتیکا زیړوک کې د مېوو او سبو د لمریزو وچوونکو ماشینونو وېش

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۵:۲۸
د پکتیکا زیړوک کې د مېوو او سبو د لمریزو وچوونکو ماشینونو وېش

۲۹ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا ولایت په زیړوک ولسوالۍ کې د کرنې ریاست په همغږۍ، د کلیو بیارغونې مووسسې له لوري ۲۵۰ مستحقو بزګرانو ته د مېوو او سبو لمریز وچوونکي ماشینونه د مسلکي کارکوونکو له ارزونې وروسته ووېشل شول. دا مرسته د یوې سروې پر بنسټ ترسره شوه، چې تر دې وړاندې د اړوندو ادارو او مووسسې د چارواکو په همغږۍ ترسره شوې وه.
د کرنې ریاست چارواکي وایي، دغه مرستې د کرنې سکتور د پیاوړتیا او د بزګرانو اړتیاوو د پوره کولو په موخه وېشل شوي دي. دوی هیله څرګنده کړه چې د دې ماشینونو وېش به د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کولو کې اغېزمن تمام شي.
د مېوو او سبو وچوونکي ماشینونه د کرنې په سکتور کې د نوې ټکنالوژۍ د کارولو یوه مهمه برخه ګڼل کېږي، چې د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو مخنیوی کوي او د بزګرانو لپاره د عاید سرچینې پراخوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS