د کندهار شپږو ولسوالیو کې د ۳۵ بابه شنوخونو رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۱۰:۲۸
د کندهار شپږو ولسوالیو کې د ۳۵ بابه شنوخونو رغنیزې چارې پیل شوې

۱۹ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندې، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت پراختیایي بودیجې له لارې، د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکاري او د کرنیزو چارو او طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د کندهار کښته میوند، لوړ میوند، ژړۍ، ډنډ، دامان او پنجوایي ولسوالیو کې د ۶ میلیونه ۴۴۰ زره افغانیو په ارزښت ۳۵ بابه شنې خونو جوړولو چارې پیل شوې،چې هره خونه به د ۱۸۴ زره افغانیو په ارزښت ورغول شي.
ددغو شنوخونو له ډلې به ۸ په کښته میوند، ۷ په لوړ میوند، ۵ په ژړۍ، ۵ په ډنډ، ۵ په دامان او ۵ په پنجوایي ولسوالیو کې جوړې شي. هره شنه خونه به ۲۰ متره اوږدوالي او ۶ متره پراخوالي ولري. ترڅنګ به یې د اوبو مدیریت او زېرمې لپاره سیستم جوړ شي، چې دغه اوبو سیستم به د ۱۲۰۰ لیټره اوبو د زېرمه کولو ظرفیت ولري.
د کندهار د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار د شنو خونو جوړولو چارو څخه څارنه کوي او د څارنې پر مهال یې مسؤلینو ته د چارو د ښه ترسراوي او بهبود لپاره اړینې سپارښتنې کړې، ترڅو د شنو خونو چارې په ښه توګه ترسره شي او په ښه کیفیت سره پر مخ ولاړې شي. نوموړي د څارنې ترڅنګ وویل، چې د شنو خونو جوړولو چارو پیل یې د ډنډ ولسوالی څخه کړی، چې تر دې دمه یې ۱۰ سلنه کارونه بشپړ شوي دي.
د یادو شنو خونو د جوړولو موخه د کوکنارو بدیل په بار اغېزمنه کرنه، په سړه موسم کې د سبو حاصلات ترلاسه کول، میکانیزه کرنې ته وده ورکول، د بزګرانو ملاتړ، د هغوی اقتصادي وضعیت پیاوړی کول او په ټولو موسمونو کې بزګرانو ته د کار زمینه برابرول دي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست د هرې پروژې څخه پر وخت او ښه ډول څارنه کوي او هڅه کوي، چې چارې یې په ښه ډول ترسره شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS