کندهار کې د درې میلیونه ډالرو په ارزښت د چرګانو د دانې تولید او د پنبې پروسس کارخونه پرانیستل شوه  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۴:۳۵
کندهار کې د درې میلیونه ډالرو په ارزښت د چرګانو د دانې تولید او د پنبې پروسس کارخونه پرانیستل شوه  

په کندهار کې د ۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د چرګانو د دانې تولیدي او د پنبې د پروسس کارخونې په فعالیت پیل وکړ. دا فابریکه د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت په همغږۍ، د خصوصي پانګوال حاجي محمد سلیم کریمي له لوري د "سلیم کریمي سپېشل" تر نوم لاندې جوړه شوې ده.
د دې کارخونې موخه په هېواد کې دننه د چرګانو د دانې تولید، د پنبې پروسس، د کرنې او مالدارۍ وده، د چرګانو فارمدارانو ملاتړ، او د هغوی لپاره ارزانه خوراکي مواد برابرول دي. دغه پروژه د لسګونو کسانو لپاره د کار زمینه هم برابروي..
د کارخونې مسئول حاجي محمد سلیم کریمي وايي چې په دې کارخونه کې په هر ساعت کې ۲۵ ټنه د چرګانو د دانې بېلابېل ډولونه تولیدېږي. یادې دانې نه یوازې د کندهار، بلکې د هېواد نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي، چې د چرګانو د تغذیې او تولید په برخه کې مثبتې اغېزې لري.
نوموړی زیاتوي چې په فابریکه کې یو مجهز لابراتوار هم شته، چې د تولیداتو کیفیت څاري او ډاډ ورکوي چې وړاندې شوې دانې د نړیوالو معیارونو مطابق وي.
دغه پروژه د کندهار په کرنه او مالدارۍ کې مهم بدلونونه راولي. دا فابریکه د داخلي تولیداتو په زیاتولو سره د افغانستان اقتصادي خپلواکي ته وده ورکوي او په هېواد کې د ځان بسیاینې لپاره یو ستر ګام دی.  
د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو په وینا، د امارت په راتګ سره په هېواد کې امنیت تأمین شوی او د سوداګرۍ لپاره غوره زمینه برابره شوې ده. یاده کارخونه د کندهار لپاره یو مهم اقتصادي فرصت ګڼل کېږي، چې په لنډ وخت کې به د دې ولایت اقتصادي حالت ته ګټه ورسوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS