د ملي پراختيا شرکت لخوا د قوش تېپې کانال په ځمکو باندې د کرنیز او صنعتي کمپلکسونو د جوړولو په پار تعقیبي غونډه دائره شوه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۹:۲۳
د ملي پراختيا شرکت لخوا د قوش تېپې کانال په ځمکو باندې د کرنیز او صنعتي کمپلکسونو د جوړولو په پار تعقیبي غونډه دائره شوه 

۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست په مقام کې د ځمکو چارو لوی رییس مولوي محمود مظلوم، د کرنې وزارت د څړځايونو د تنظيم رییس سيد احمد خالد صاحب زاده، د ملي پراختيا شرکت د تفتیش رییس روح اللّٰه حبیب، د دغه شرکت د املاکو رییس مصري خان همت، د ياد شرکت د تجارت او پانګه اچونې رییس فیضان الحق فیضان، د کرنې وزارت د مقام سلاکار ميرويس خوګیاڼی او د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست یو شمېر سلاکارانو په شتون کې د ملي پراختيا شرکت لخوا د قوش تېپې کانال په ځمکو باندې د کرنیز او صنعتي کمپلکسونو د جوړولو په پار تعقیبي غونډه دائره شوه. 
په پیل کې د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم په فارياب، جوزجان او بلخ ولايتونو کې د قوش تېپې کانال د ځمکو د تصفيې په اړه د اراضۍ ادارې د کارمندانو د کار او د هغو د اجراآتو په اړه همداراز د ملي پراختيا شرکت څخه د هغو د غوښتنو او همدارنګه د اراضۍ لوی رياست د کارمندانو د کارونو څخه د یاد شرکت د رضايت په اړه هم پوښتنې وکړې.
ښاغلي مظلوم زیاته کړه: «ملي پراختيا شرکت ته کومې ځمکې چې انتقالېږي باید چې خالصه امارتي ځمکې وي او هېڅ ډول قانوني ستونزې پکې نوي.»
ورپسې د ملي پراختيا شرکت مسؤلينو د دغه پروګرام په اړه او همدارنګه د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست د کارمندانو د زیار او کوښښ څخه مننه وکړه او د هغو ځمکو په اړه چې تر اوسه پورې تصفیه شوي دي د هغو د انتقال په موخه هم خبرې وکړې.
د ملي پراختيا شرکت مسوولينو وويل: «کومې ځمکې چې تر اوسه پورې تصفيه شوي که هغه ملي پراختيا شرکت ته انتقال شي نو ياد شرکت به خپلې لومړنۍ چارې په يادو ځمکو باندې پيل کړي».
نومړو زیاته کړه په کرنیز کمپلکس کې اته لابراتوارونه دي، چې په مختلفو برخو کې خپلې چارې پرمخ وړي همدارنګه په صنعتي کمپلکس کې د ځمکو بلاک بندي، د سرکونو جوړول او همداراز د دغو کمپلکسونو د تعميرونو د جوړولو په برخه کې هم اړتيا ليدل کېږي.
په پای د کرنې وزارت مسؤلين او سلاکارانو د يادو ځمکو د انتقال په برخه کې وویل؛ په دې اړه چې څنګه باید ځمکه ملي پراختيا شرکت ته انتقال شي تر څو له هغو ځمکو څخه په سمه توګه استفاده وشي کرنې وزارت کې يوه څلوېښت کسيزه کمېټه شتون لري، چې په دغو مواردو باندې کار کوي.
نوموړو وويل، چې ياده موضوع به له نومړې کمېټې سره شريکه کړو او د کميټې له پرېکړې څخه وروسته موضوع د ملي پراختيا شرکت ته ورسېږي.
د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم د يادې موضوع په تړاو په دوامداره غونډو او د دواړو لورو په همکارۍ تاکيد وکړ.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲
Background image

آغاز برنامه آموزشی سه‌روزه برای کارمندان وزارت زراعت

۲۹ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش
برنامه آموزشی سه‌روزه برای ۵۰ تن از کارمندان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از سوی ریاست امور کارکنان این وزارت آغاز گردید. این برنامه تحت عنوان «مراسلات اداری و مدیریت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱
Background image

آغاز کمپاین ملی بهاری غرس نهال در نورستان

۲۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق
کمپاین ملی بهاری غرس نهال سال ۱۴۰۵ هـ.ش از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان طی مراسمی در این ولایت آغاز گردید.
در این مراسم، والی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۵۶
Background image

اعمار فارم مرغداری با ظرفیت ۱۰ هزار قطعه مرغ تخمی در پنجشیر

۲۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری پنجشیر از ایجاد یک فارم مرغداری با ظرفیت ۱۰ هزار قطعه مرغ تخمی در این ولایت خبر می‌دهد. این اقدام از سوی یک تن از سرمایه‌گذاران سکتور. . .

بازگشت به خبرها