په امارتي ځمکو باندې د مخاربراتي انتنونو د تثبيت په موخه د همغږۍ دویمه تعقیبي غونډه دائره شوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۹:۱۳
په امارتي ځمکو باندې د مخاربراتي انتنونو د تثبيت په موخه د همغږۍ دویمه تعقیبي غونډه دائره شوه 

د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست په مقام کې د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم، د اراضۍ ادارې د ځمکو د اجارې او پانګه اچونې عمومي رییس ملا عبدالظاهر امين، د اترا ادارې مالي او اداري مرستيال مفتي نجم الدین ملاخېل، د اترا ادارې حقوقي سلاکار صبغت الله حامد، د اراضۍ ادارې حقوقي سلاکار فردوس ملک خېل، د ماليې وزارت د دولتي عوايدو آمر امرخېل او د اراضۍ لوی رياست يو شمېر مسؤلينو په شتون کې په امارتي ځمکو باندې د مخاربراتي انتنونو د تثبيت په موخه د همغږۍ دویمه غونډه دائره شوه.
دغه غونډه، چې مشري یې د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم کوله د اترا  ادارې ته دنده وسپارل شوه تر  څو د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د حکم د پلي کولو په موخه دې د هېواد په کچه په امارتي او شخصي ځمکو باندې چې څومره مخابراتي انتنونه شتون لري د هغه مکمل لست دې د يو جدول په توګه د اراضۍ لوی رياست سره شريک کړي.
د اراضۍ لوی رییس وويل: «په پیل کې په مرکز او وروسته په ولاياتو کې د اراضۍ ادارې ماليې وزارت او همدارنګه د اترا ادارې څخه په ګډه يوه کميټه جوړه شي او دغه کميټه مسؤلیت لري چې د مخابراتي انتنونو د تثبيت په برخه کې خپل کار پیل کړي».
ښاغلي مظلوم زیاته کړه: «د افغانستان اسلامي امارت مشران هم د مخابراتي انتنونو د تثبيت په اړه تاکيد کړی، چې دا کار دې ژر تر ژره ترسره شي نو زما غوښتنه د اترا ادارې څخه دا ده، چې څومره ژر امکان لري د انتنونو لست دې د اراضۍ ادارې سره شريک کړي.»
ورپسې د اراضۍ ادارې د ځمکو د اجارې او پانګه اچونې عمومي رییس هم د يادې موضوع په تړاو داسې وویل: د ځمکو تثبيت چې آيا دا ځمکه شخصي ده او که امارتي دا کار د اراضۍ لوی رياست له دندو څخه دی که یو څوګ وايي چې دا زما شخصی ځمکه ده نو باید چې قانوني اسناد په لاس کې ولري که اسناد نلري نو باید چې د ياد کس موضوع محاکمو ته راجع شي چه هغوی يې په اړه پرېکړه وکړي.
د اترا ادارې مالي او اداري مرستيال مفتي نجم الدین ملاخېل د اراضۍ لوی رياست له مسؤلينو څخه وغوښتل، چې د ځمکو په تثبيت کې له پوره دقت څخه کار واخلي ترڅو هم د خلکو او هم د امارت حق تلف نشي.
په پای کې د اترا ادارې مسؤلينو د هر ډول همکارۍ تر څنګ د کار د لا چټکتيا په موخه خپل دوه تنه مسلکي کارمندان دغه کميټې ته ور وپېژندل چې د اراضۍ ادارې او مالیې وزارت له کارکوونکو سره يو ځاي خپل کار پیل کړي.
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس کرنې وزارت ته دنده سپارل شوې ترڅو د ماليې وزارت او اترا ادارې سره په همغږۍ په امارتي ځمکو باندې د مخابراتي انتنونو ټولې نصب شوې پايې تثبيت وروسته دې د ټولو تثبيت شويو انتنونو په اړه اړوندو مخابراتي شرکتونو سره دې قراردادونه وشي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به ولایت کندز برای بررسی کاهش نرخ پنبه

۲۱ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
به‌منظور بررسی علت‌های کاهش نرخ پنبه و جلوگیری از زیان دهقانان، هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ریاست مولوی مصباح‌الدین مستعین،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۳۷
Background image

جلسه سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت پنجشیر برگزار شد

۲۱ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت پنجشیر به ریاست قاری فضل‌الله دیوبند رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت برگزار گردید.
این نشست با تلاوت آیاتی از کلام‌الله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۰
Background image

آغاز سروی نیازسنجی برای طرح و تطبیق پروژه‌های منابع طبیعی در تخار

۲۱ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار سروی نیازسنجی جهت طرح و تطبیق پروژه‌های منابع طبیعی را در ولسوالی‌های دشت‌قلعه و درقد آغاز کرد.
این سروی به تاریخ ۱۷ و ۱۸ عقرب. . .

بازگشت به خبرها