د هلمند ناوه کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۰:۴۸
د هلمند ناوه کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د یاد ولایت د ناوې په ولسوالی کې یو شمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه ډډه وکړي، نباتي او حیواني درمل سره جلا کړي، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس خپلې چارې په اصولي ډول مخې ته یوسي.
همدارنګه هغه هټۍ چې د فعاليت د جوازونو وخت يې تېر او یایې جوازونه نه درلودل  درمل پلورنځئ یې وتړل شوې، ددې ترڅنګ دوی ته لارښودنه وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایې نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته په جدي ډول لازمې سپارښتنې وشوې.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه د غیر مسلکي کسانو، د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور او د غير قانونې درملو مخنيوی ښودل شوي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲
Background image

ارائه آموزش‌های عملی برای محصلان پوهنځی زراعت پوهنتون پنجشیر

۳۱ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
بر اساس تفاهم‌نامه همکاری میان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری پنجشیر و پوهنتون این ولایت، محصلان صنف دوم پوهنځی زراعت پوهنتون پنجشیر جهت فراگیری آموزش‌های عملی به ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۱:۸
Background image

سروی و شناسایی دهقانان سبزی‌کار در ولسوالی خاکجبار انجام شد

۳۱ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت کابل در  ولسوالی خاکجبار با همکاری کارمندان مؤسسه استارز، روند سروی و شناسایی دهقانان و باغداران را به هدف حمایت از سکتور زراعت در این ولسوالی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۱
Background image

در شهر قندهار و چهار ولسوالی، ۷۲۰۰ نهال جدید میوه‌دهنده غرس شد

۳۱ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری قندهار، با حمایت مالی مؤسسه بشری و خیریه کشور ترکیه (آی‌اچ‌اچ) و تحت نظارت مستقیم آمریت امور زراعتی،. . .

بازگشت به خبرها