د کونړ مرکز کې د حیواني درملتونونو څارنه وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۹:۲۶
د کونړ مرکز کې د حیواني درملتونونو څارنه وشوه

د کونړولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د یاد ولایت په مرکز اسدآباد ښار کې یو شمېر حیواني درملتونونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه ډډه وکړي، نباتي او حیواني درمل سره جلا کړي، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس خپلې چارې په اصولي ډول مخې ته یوسي.
ددې څارنې په ترڅ کې ۲۱ قلمه مختلف النوعه تاريخ تېر درمل هم راټول شوي دي.
همدارنګه هغه هټۍ چې د فعاليت د جوازونو وخت يې تېر او یایې جوازونه نه درلودل  درمل پلورنځئ یې وتړل شوې، ددې ترڅنګ دوی ته لارښودنه وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایې نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته په جدي ډول لازمې سپارښتنې وشوې.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه د غیر مسلکي کسانو، د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور او د غير قانونې درملو مخنيوی ښودل شوي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به ولایت کندز برای بررسی کاهش نرخ پنبه

۲۱ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
به‌منظور بررسی علت‌های کاهش نرخ پنبه و جلوگیری از زیان دهقانان، هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ریاست مولوی مصباح‌الدین مستعین،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۳۷
Background image

جلسه سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت پنجشیر برگزار شد

۲۱ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت پنجشیر به ریاست قاری فضل‌الله دیوبند رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت برگزار گردید.
این نشست با تلاوت آیاتی از کلام‌الله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۰
Background image

آغاز سروی نیازسنجی برای طرح و تطبیق پروژه‌های منابع طبیعی در تخار

۲۱ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار سروی نیازسنجی جهت طرح و تطبیق پروژه‌های منابع طبیعی را در ولسوالی‌های دشت‌قلعه و درقد آغاز کرد.
این سروی به تاریخ ۱۷ و ۱۸ عقرب. . .

بازگشت به خبرها