خوست کې ۷۴ مستحقو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۰:۰
خوست کې ۷۴ مستحقو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بزګرانو د حاصلاتو لوړولو، کرنیزو فعالیتونو پیاوړتیا او د بزګرانو اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه په علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ کې ۷۴ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح شویو غنمو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش ترسره کړ.
یاد وېش د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر څارنې لاندې، د (ان اې سي) مؤسسې په همکارۍ ترسره شو. په دې پروسه کې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوی د غنمو تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره، او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوه.
دا وېش د دې ولسوالۍ د ټولو یو زر او ۹۸۲ بزګرانو لپاره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش د عمومي برنامې یوه برخه وه، چې موخه یې د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی او د بزګرانو ملاتړ دی.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲
Background image

ارائه آموزش‌های عملی برای محصلان پوهنځی زراعت پوهنتون پنجشیر

۳۱ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
بر اساس تفاهم‌نامه همکاری میان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری پنجشیر و پوهنتون این ولایت، محصلان صنف دوم پوهنځی زراعت پوهنتون پنجشیر جهت فراگیری آموزش‌های عملی به ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۱:۸
Background image

سروی و شناسایی دهقانان سبزی‌کار در ولسوالی خاکجبار انجام شد

۳۱ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت کابل در  ولسوالی خاکجبار با همکاری کارمندان مؤسسه استارز، روند سروی و شناسایی دهقانان و باغداران را به هدف حمایت از سکتور زراعت در این ولسوالی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۱
Background image

در شهر قندهار و چهار ولسوالی، ۷۲۰۰ نهال جدید میوه‌دهنده غرس شد

۳۱ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری قندهار، با حمایت مالی مؤسسه بشری و خیریه کشور ترکیه (آی‌اچ‌اچ) و تحت نظارت مستقیم آمریت امور زراعتی،. . .

بازگشت به خبرها