د کندهار دکرنې رییس د کرنې پراختیا په موخه له متخصصینو او رییسانو سره غونډه دائره کړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۳۸
د کندهار دکرنې رییس د کرنې پراختیا په موخه له متخصصینو او رییسانو سره غونډه دائره کړه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په لارښوونه، د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ، د کندهار اناسټو پوهنتون په تالار کې د هېواد د کرنې د پراختیا په موخه غونډه دائره شوه. په دې غونډه کې د کرنې وزیر سلاکار میرویس خوګیاڼي، د هېواد ۳۴ ولایتونو د کرنې رییسان، د کابل د کرنې پوهنځی رییس پوهنمل صفی‌الله جوهر، د اناسټو پوهنتون رییس شیخ مولوي سید محمد داود هاشمي، او د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو څخه استادانو، محقیقینو او متخصصینو ګډون درلود. 
د غونډې په پیل کې، د کندهار کرنې رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي د تحقیق او څېړنو په ارزښت خبرې وکړې. هغه د نړۍوالو معیارونو پر اساس د څېړنې اهمیت په ډاګه کړ او یادونه یې وکړه، چې څېړنې د نباتاتو د ټولو خواصو د مطالعه او تحلیل لپاره اړینې دي. ښاغلی فضلي د کرنې ښوونکو ته وویل، چې څېړنې کول د دوی علمي مسؤلیت دی، په داسې حال کې چې د تطبیق او عملي کولو مسؤلیت یې د کرنې وزارت پر غاړه دی. هغه زیاته کړه، چې څېړنې او عملي کول به د هېواد د بزګرانو لپاره یو اغېزمن ګام وي، او باید دا چارې په عملي ډول وړاندې شي ترڅو د هېواد کرنې سکتور پیاوړی شي.
د غونډې په جریان کې، د کرنې وزیر سلاکار میرویس خوګیاڼي د کرنې متخصصینو او ښوونکو وغوښتل، چې د هېواد د کرنې د پرمختګ، په لیرو پرتو ولسوالیو کې بزګرانو ته د خدمتونو وړاندې کولو، د کرنې سکتور کې د نوې ټکنالوژۍ رواجولو او د نوښتونو د رامنځته کولو په برخه کې خپلې ګټورې مشورې له کرنې وزارت سره شریکې کړي. هغه ټینګار وکړ چې د نویو میتودونو په مرسته د کرنې پرمختګ به نه یوازې د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کړي، بلکې د ټول هیواد اقتصادي حالت ته به هم پراختیا ورکړي.
همدارنګه، د کابل د کرنې پوهنځی رییس او د اناسټو پوهنتون رییس خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل. له دې وروسته، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو راغلو متخصصینو او استادانو خپل نظریات او مشورې تبادله کړې او اړین وړاندیزونه یې د غونډې په بهیر کې شریک کړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS