د  فراه دوو ولسوالیو کې د ټرایکوډرما قارچونو  پروګرام پای ته ورسېد

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۲:۳۱
د  فراه دوو ولسوالیو کې د ټرایکوډرما قارچونو  پروګرام پای ته ورسېد

۶ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په لارښونه، د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ، د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو په ملتیا او  د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست د پلاوي له لوري د فراه ولایت د خاکسفید او بالابلوک ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د ټرایکوډرما ګټور قارچونو د استعمال او تطبیق  پروګرام پای ته ورسېد.
یاد پروګرام د کرنې وزارت د بوټو ساتنې آمریت استازی خواجه موسی صدیقیي  په مشرۍ او د کرنې ریاست او یادو ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو په همغږۍ پیل شوې وه. چې په ترڅ کې یې بزګرانو او بڼوالو ته وښودل شوه، چې څنګه د ټرایکوډرما ګټور قارچونه د نباتي ناروغیو او آفتونو په مخنیوي کې استفاده کړي، ترڅو د نباتي افت وژونکو کیمیاوي درملو استعمال کم کړي او د خپلو محصولاتو لپاره یو سالم او پایدار چاپېریال رامنځته کړي.
د پروګرام په لړ کې، ټرایکوډرما په عملي ډول په بڼونو او ځمکو کې د بزګرانو او بڼوالو په حضور کې وکارول شو. بزګرانو ته د دې ګټورو قارچونو د استعمال طریقې وښودل شوې، او هغوی ته وښودل شوه، چې څنګه دا ګټور قارچونه په ځمکو او بڼونو کې د ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي. د ټرایکوډرما کارول بزګرانو ته د دې فرصت برابروي چې په طبیعي توګه د خپلو کروندو حاصلات خوندي کړي او د ناروغیو او آفتونو زیان راکم کړي.
د یاد پروګرام څخه موخه د کرنیزو درملو بدیل کروندګرو ته څرګندول، په حاصلاتو کې زیاتوالي، د یاد قارچونو په پار عامه پوهاوی، د چاپېریال ککړتیا ته پاملرنه، د کروندګرو سره په یاده برخه کې مرسته کول او کروندګرو ته په کم بیه سره کټور درمل ښودل وه.
په ورته وخت کې د یادو ولسوالیو بڼوال او بزګران هم زیات خوښ دي، چې د کرنې وزارت له لوري ورته داسې پروګرامونه دائرېږي او دوی ته په یاده برخه کې پوهاوی ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS