د خوست د کرنې ریاست په مشرۍ د سکتوري ادارو او مووسسو غونډه جوړه شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۲۱
خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر مشرۍ لاندې د سکتوري ادارو او غیر دولتي مووسسو تر منځ د ۱۴۰۳ کال اوومه سکتوري غونډه وشوه.

خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر مشرۍ لاندې د سکتوري ادارو او غیر دولتي مووسسو تر منځ د ۱۴۰۳ کال اوومه سکتوري غونډه وشوه.
دغه غونډه د کرنې ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې پکې د سکتوري ادارو مسوولینو، آمرینو او د مووسسو استازو ګډون کړی و. غونډه د عشر او زکات عوایدو د تنظیم او محاسبې آمر، قاري سید مرجان خالد لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست، مولوي اظهارالدین ابوناصر، ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه. هغه د تیرې سکتوري غونډې پرېکړو او اجراآتو باندې خبرې وکړې او له مووسسو یې مننه وکړه چې د سکتوري ادارو غوښتنو ته په پام یې اوږدمهاله پروژو ته په خپلو پلانونو کې ځای ورکړی او ځینې یې عملاً پیل کړي دي.
مولوي ابوناصر ټینګار وکړ: چې د پروژو د بریالي تطبیق لپاره باید د پروژې او د ساحې په انتخاب کې له سکتوري ادارو سره مخکې له مخکې همغږي وشي. هغه زیاته کړه چې د اړتیاوو پر بنسټ او په صداقت سره د کارونو ترسره کول د ښې همغږۍ په وسیله شوني دي. چې د مووسسو استازو د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د غونډې په ترڅ کې د کلیو پراختیا، مهاجرینو او چاپېریال ساتنې ریاستونو استازو پر خپل وخت د سپارل شوو فعالیتونو پر اجرا ټینګار وکړ او د مووسسو له کړنو یې رضایت وښود. او د کار د کیفیت د ښه والي په برخه کې یې اړینې سپارښتنې وکړې.
د کرنې ریاست سلاکار او متخصص بهیر ګل صابري، د مالدارۍ او څارویو د روغتیا آمر انعام الله جاوید، د طبیعي سرچینو آمر مولوي کمال الدین کمال او د کرنیزو چارو عمومي مدیر عبدالسلام همت یار هم خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل.
په غونډه کې د مووسسو استازو د خپلو کړنو راپورونه، وړاندیزونه او راتلونکي پلانونه وړاندې کړل، چې د ګډونوالو د توجه وړ وګرځېدل. همدارنګه د ۱۴۰۴ کال د پراختیایي پلان د ترتیبولو په اړه تفصیلي بحث وشو. پرېکړه وشوه چې اړوند آمریتونه دې د فارمټ مطابق اړینې پروژې ترتیب او پلان مدیریت ته وسپاري.
د او آر ډي مووسسې ولایتي مسؤل انجنیر پکتین د خپلو فعالیتونو په اړه تفصیلي پریزینټیشن وړاندې کړ، چې د ګډونوالو له لوري مثبت وارزول شو.
مولوي ابو ناصر غونډه ګټوره وبلله او ټینګار یې وکړ چې غیر حاضرې ادارې او موسسې دې په راتلونکو غونډو کې ګډون وکړي، او د دې موضوع د جدي تعقیب ډاډ یې ورکړ. غونډه د اسلامي نظام د دوام او د آباد افغانستان دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS