د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رئیس هلمند والي سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۵۴

۳۰ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رئیس مولوي قدرت الله حقیار د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي سره وکتل. په دې لیدنه کې د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي نیازمحمد وهاج هم ګډون درلود.
د لیدنې پر مهال ښاغلي حقیار د هلمند مقام له خوا په دې ولایت کې د اضافي غنمو د پېرلو پروسه کې د ترسره شوو همکاریو ستاینه وکړه او په راتلونکي کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه. نوموړي د بزګرانو ملاتړ مهم وباله او ویې ویل چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په ځانګړي حکم به د هېواد په کچه نږدې ۳۶ زره او ۳۰۰ متریک ټنه غنم د اړتیا په وخت کې د ولسونو لپاره چمتو وي. هغه د دې پروسې د بریالي تطبیق لپاره د ولایت مقام څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
د کرنې ریاست رئیس مولوي وهاج د هلمند والي ته په یاده پروسه کې د ترسره شوو کړنو راپور وړاندې کړ. نوموړي وویل چې د کرنې وزارت په همکارۍ د هلمند ونډه زیاته شوې او په دې ولایت کې به ټولټال ۵ زره او ۸۶۸ متریک ټنه غنم د کړنلارې مطابق له بزګرانو، کوپراتیفونو، شرکتونو او علافانو څخه وپېرل شي. له دې جملې به ۱ زره او ۶۳۱ متریک ټنه په هلمند کې ځای پر ځای شي او ۴ زره او ۲۳۶ متریک ټنه به د کابل مرکزي سیلو ته واستول شي. نوموړي د ستراتیژیکو زېرمو د رئیس راتګ مؤثر وباله او ډاډ یې ورکړ چې دا پروسه به د وزارت د نوو لارښوونو مطابق لا منظم پر مخ یوړل شي.
د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي د راغلي پلاوي هرکلی وکړ او د پروسې د بریالي تطبیق لپاره یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي وویل چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د مرحمت له مخې د هلمند بزګرانو سره د اضافي غنمو د پېرلو له لارې لویه اقتصادي مرسته کېږي. هغه د پروسې پر روڼتیا، د بزګرانو ستونزو هوارولو، او د مشرتابه حکم د عملي تطبیق په برخه کې د هر اړخیزو مسؤلانه همکاریو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS