د کندهار  ولایت په دامان ولسوالۍ کې د غنمو د ویش لړۍ پیل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۲:۲۰

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د خوراک نړیوال سازمان او د دامان ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو په ګډه، په یاده ولسوالۍ کې د ۳۰۰۰ بزګرانو لپاره د غنمو د ویش لړۍ پیل شوه.
د دې لړۍ د پرانیستې په موخه ځانګړې غونډه ترسره شوه چې پکې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي شمس الرحمن موسی، د دامان ولسوال، د کرنې مسؤلین، د خوراک نړیوال سازمان او خیریه مؤسسو استازو او ګڼ شمېر بزګرانو ګډون وکړ.
غونډه د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. ورپسې مولوي شمس الرحمن موسی وینا وکړه، چې په کې یې د مرستندویه مؤسسو د هڅو ستاینه وکړه. هغه وویل چې دغه مرستې د مستحقو کسانو لپاره دي او د ویش څخه وړاندې د ګډ هیئت له‌خوا سروی ترسره شوې ده.
نوموړي له بزګرانو وغوښتل چې ورکړل شوي غنم د خوراک نړیوال سازمان د روزنې سره سم وکري، ترڅو د دې تخمونو ګټه درې کلونو پورې وشي. هغه په کلکه د غنمو تخمونو او کیمیاوي سرو د پلورلو مخه نیولو ټینګار وکړ او د کیمیاوي سرو د مناسبې کارونې سپارښتنه وکړه.
په غونډه کې د دامان ولسوال او د همکارو مؤسسو استازو هم خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به د بزګرانو د ملاتړ لپاره نورې مرستې وکړي.
غونډه د بزګرانو په ویناوو پای ته ورسېده. هغوی د کرنې ریاست او همکارو مؤسسو د مرستو مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د دامان په څېر نورو ولسوالیو ته هم ورته پاملرنه وشي.
د معلوماتو له مخې، په دامان ولسوالۍ کې به ۳۰۰۰ بزګرانو ته د لسګونو ورځو په ترڅ کې ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي د غنمو تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره او ۵۰ کیلوګرامه توره سره وویشل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS