د لغمان د کرنې رییس په مشرۍ د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې کمېټې دولت شاه ولسوالی ته سفر وکړ

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۰:۳
د لغمان د کرنې رییس په مشرۍ د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې کمېټې دولت شاه ولسوالی ته سفر وکړ

۲۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې چارو کمېټې مسؤلینو دولت شاه ولسوالی ته سفر وکړ، چې په دې سفر کې یې د لغمان امنیه قوماندانۍ، د ولایت مقام، د علماؤ شورا، قول اردو او لېوا او د استخباراتو استازو هم ملتیا کوله.
 یاد پلاوي په دولت شاه ولسوالی کې د ولسوالی مرستیال  سره د ناستې وروسته د دې ولسوالی لېرې پرتو غرنیو سیمو ګډیاله، نویا، دوګړان، چکلا،زرکمر،بانډه در،فراشغان،مورا او خاص دولت شاه مرکز او حسنزايي درو ولسونو سره، د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې په اړه ولسي ناسته ترسره کړه.
په ناسته کې د دولت شاه ولسوالی مرستیال راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د دوی د هڅو څخه یې مننه وکړه، چې د ځنګلونو ساتنې لپاره یې کړې دي. هغه د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او د سیمو ولسونو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د خپلو ځنګلونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ورپسې، د علماؤ شورا استازي مولوي محمد هاشم هم خبرې وکړې، چې پکې یې د ځنګلونو ګټې ولسونو ته تشریح کړې او له ولسونو یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته مهال د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل:«د اسلامي امارت د پرېکړې له مخې، د ولایت په کچه د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې لپاره دغه کمېټه جوړه شوې، چې هرې ولسوالی ته به سفر کوي او له ځنګلیزو سیمو نږدې وګړو او قومي مشرانو سره د همغږۍ ناستې ترسره کوي او په دې برخه کې به د دوی نظرونه اوري.» نوموړي د ځنګلونو تولیدي او محافظوي ګټې ولسونو ته بیان کړې او له هغوی یې د دې ملي شتمنۍ د ساتنې په برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د سیمو ولسونو د راغلي پلاوي له دې هڅو څخه مننه وکړه، چې له نږدې یې د دوی ستونزې او نظرونه واورېدل او د ځنګلونو په ساتنه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. هغوی ژمنه وکړه، چې د تېر په څېر به د ځنګلونو ساتنه کوي او چاته به اجازه نه ورکوي، چې طبیعي ځنګلونه پرې کړي.
 دغه راز، ولسونو یو شمېر غوښتنې هم له پلاوي سره شریکې کړې، چې د ستونزو او غوښتنو د حل په برخه کې د پلاوي له خوا ورته ډاډ ورکړل شو. ترناستې وروسته د یادې کمیټې مسؤلین له ځنګلیزو سیمو څخه لیدنه هم وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS