د لوګر محمدآغې کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سره او نغدې مرستې ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۹:۲۹
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د اهل خیر په نوم د یو عربي خیریه بنسټ له خوا  د محمدآغې ولسوالۍ اړوند پر ١٠٠ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سره او نغدې مرستې ووېشل شوې.

د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د اهل خیر په نوم د یو عربي خیریه بنسټ له خوا  د محمدآغې ولسوالۍ اړوند پر ١٠٠ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سره او نغدې مرستې ووېشل شوې.
د لوګر دکرنې رییس مولوي عبدالرؤف سعید د یاد خیریه بنسټ له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ وویل؛ چې په دغه مرسته کې هر بزګر ته ١٠٠ کیلو د غنمو اصلاح شوی تخم، ۲٠٠ کیلو سپینه سره، ۱٠٠ کیلو توره سره او شپږ زره نقدې پیسې ووېشل شوې.
دغه راز د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس د اهل خیر عربي بنسټ له مسؤلینو څخه نورو ولسوالیو ته د ورته مرستو په نظر کې نیولو سربېره له بزګرانو غوښتنه وکړه، چې له ترلاسه کړي اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو څخه په بشپړه توګه ګټه پورته کړي.
دغه راز د محمدآغې ولسوالۍ مرستیال مولوي حماس د کرنې او مالدارۍ ریاست او اهل خیر بنسټ څخه مننه وکړه او ورته مرستې یې د بزګرانو پرځان بسیاینې برخه کې خورا اغیزناکې یادې کړې.
ورته مهال د اهل خیر عربي بنسټ استازۍ مفتي فضل الرحمن اخندزاده له وېشل شوي مرستې څخه موخه د بزګرانو اقتصاد ته وده او د غنمو په حاصلاتو کې زیاتوالې وبللې او ډاډ یې ورکړ، چې د دې مرستو لړۍ به نورو ولسوالیو ته وغځوي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال هم د یاد بنسټ له خوا لوګر ولایت مرکز ته اړوند په لسګونو بزګرانو باندې ورته مرسته وېشل شوې وه.
هېره دې نه وي، چې سږ کال لوګر کې د غنمو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۲.۶ سلنه زیاتوالی هم راغلی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS