فراه کې د اوبولګولو د څاڅکو سیستم او کانال رغولو چارې پیل شوې  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۲:۲۰
فراه کې د اوبولګولو د څاڅکو سیستم او کانال رغولو چارې پیل شوې  

۱۲ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د فراه په ولایت کې د نږدې دوه نیم میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو د څاڅکو نوی سیستم او د یو کانال رغنیزې چارې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې پیل شوې، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به سلګونه جریبه ځمکه خړوبه شي.
د فراه دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې د فراه په بڼونو سیمه کې د اوبولګولو د څاڅکو سیستم او د مرکز اړوند ننګ آب کلي کې د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي کانال رغنیزې چارې پیل شوې.  
د دې پروژې د پرانستې په مراسمو کې د اوبو د تنظیم او اوبولګولو د نوې تکنالوژۍ دودولو رییس مولوي معاذ الله عادل، د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي شاه محمد حاجي سروري او د یو شمېر ادارو رئیسانو او استازو ګډون درلود.  
د څاڅکو اوبولګولو سیستم او کانال به د درېیو میاشتو په موده کې په اساسي او پخې بڼه رغول کېږي. د دغو پروژو موخه د اوبو مدیریت دی، چې په بشپړېدو سره به د فراه په زرګونو جریبه ځمکه په آسانۍ خړوبه شي او کروندګرو ته به د اوبو برابرولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
د اوبولګولو د څاڅکو سیستم یوه نوې تکنالوژي ده، چې په لږو اوبو ډېرې ځمکې خړوبوي. د دې سیسټم تطبیق به د کرنې په برخه کې مثبت اغېز ولري او د فراه ولایت د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د یوه دوامداره حل په توګه خدمت وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS