د کرنې وزارت د بشري سرچینو رییس په لغمان کې د الکترونیکي حاضري سیستم پرانیسته وکړه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۰:۵۸
د کرنې وزارت د بشري سرچینو رییس په لغمان کې د الکترونیکي حاضري سیستم پرانیسته وکړه 

۱۲ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو رییس الحاج مولوي محمد عثمان ترابي لغمان ولایت ته د سفر پر مهال د کرنې ریاست کارمندانو ته د الکترونیکي حاضري سیستم پرانیسته وکړه او د کارکوونکو سره یې پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د کرنې وزارت د بشري سرچینو رییس الحاج مولوي محمد عثمان ترابي د لغمان ولایت د کرنې ریاست کارکوونکو سره په کتنه کې وویل، چې د ادارې د شفافیت او کنترول په موخه یې د الکترونیکي حاضري سیستم فعاله کړه، ترڅو په دې ادره کې روڼتیا رامنځته او د کارونو د خنډ او ځنډ مخه ونیول شي.
د بشري سرچینو رییسمولوي محمد عثمان ترابي کارکوونکو ته د دندو په اجرا کې د ژمنتیا سپارښتنه وکړه، زیاته یې کړه چې د هېواد پرمختګ کرنې او مالدارۍ پورې تړلی دی او دې برخې ته ژمن پرسونل ته اړتیا ده. هغه پر کارمندانو غږ وکړ چې په دندو کې له عدالته کار واخلي او د امر اطاعت وکړي.
د ناستې په جریان کې د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دوی له خوا د الکترونیکي حاضري د سیستم د فعالولو څخه مننه وکړه. هغه زیاته کړه چې دغه ګام به د کارمندانو د حاضري کنترول کې اغېزناک وي.
همدارنګه، آزاد بحث هم ترسره شو، او د لغمان دکرنې ریاست کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د پرسونل کمبود، او کلنۍ ارزونې په برخو کې خپلې غوښتنې او ستونزې له پلاوي سره شریکې کړې. راغلي پلاوي د دغو ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS