د کندهار په پنجاو کې د اوبو رسولو کانال د جوړولو چارې روانې دي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۵:۱۲
د کندهار په پنجاو کې د اوبو رسولو کانال د جوړولو چارې روانې دي

۷ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پنجاو کانال د جوړېدو چارې د یو ان ډي ایف سازمان په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د کندهار د طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې پیل کړې دي.
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د پنجاو کانال د جوړېدو چارې دوه اوونۍ وړاندې د یو ان ډي ایف سازمان په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د کندهار د طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې پیل شوې. دا کانال د کندهار کرنیزو ځمکو او باغونو د اوبو لګولو په موخه جوړېږي، چې د سیمې د زرګونو بزګرانو لپاره د اوبو د دوامداره او خوندي لاسرسي په برخه کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي.
د کندهار د طبیعي سرچینو آمریت انجینرانو د کانال د پروژې د پرمختګ او کیفیت د ارزونې په موخه د پروژې ساحې څخه څارنه وکړه. د څارنې پر مهال، د کانال د جوړېدو پر بهیر هر اړخیزه کتنه وشوه او د انجینرانو له لوري د پروژې د لا ښه‌والي او کیفیت لوړولو لپاره مهمې سپارښتنې وړاندې شوې.
د پنجاو کانال پروژه چې ټولټال ۸۵۵ زره امریکايي ډالر لګښت پرې راځي، په درېیو میاشتو کې به بشپړه شي. دا کانال د ۴ کیلومترو په اوږدوالي، ۴ مترو په پراخوالي او ۱.۵ مترو په لوړوالي جوړېږي او د څلورو خصوصي ساختماني شرکتونو له لوري پر مخ وړل کېږي. د پروژې په فني او غیرفني چارو کې ۳۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د پنجاو کانال جوړول د کندهار په بېلابېلو سیمو کې د اوبو رسولو سیستم کې د پام وړ ښه‌والی راولي، چې له دې لارې به د کروندګرو او باغ لرونکو د اوبو اړتیاوې پوره شي او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د کندهار ولایت د پرمختګ لپاره حیاتي رول لوبوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS