نیالګیو روزونکو خپلې ستونزې او غوښتنې د ننګرهار کرنې رییس سره شریکې کړې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۱:۱
نیالګیو روزونکو خپلې ستونزې او غوښتنې د ننګرهار کرنې رییس سره شریکې کړې

۷ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهارد  کرنې او مالدارۍ تولیداتو خوني رییس اجمل رحماني او د نیالګیو روزونکو ټولني مشر روح الله مومند او نورو نیالګیو روزونکو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د ننګرهار کرنې رییس سره شریکې کړې.
د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې رییس اجمل رحماني وویل، چې په ننګرهار کې د نیالګیو روزنې په برخه کې په کور دننه پر ځان بسیا شوي یو؛ خو تېرو طوفانونو دې سکتور ته درانه مالي زیانونه واړول؛ نو ددې سکتور دبیا رغولو او پر خپلو پښو درولو لپاره باید د دوی لاسنیوی وشي.
د نیالګیو روزونکو ټولنی مسؤل روح الله مومند هم د بېرو نیالګیو ترڅنګ د نیالګیو روزونکو ستونزې او غوښتنې شریکې کړې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د تصدیقي نیالګیو روزنه د بڼوالۍ په برخه کې اړین وبلل او په ټولو قانوني چارو کې دهمکارۍ ډاډ ورکړ.
په یاده ناسته کې دطبیعي زېرمو امر کاهون عبدالرحمن اتل او دمالدارۍ او څارویو روغتیا امر داکتر محمد ضمیر بهسودي هم حضور درلود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS