د هلمند دکرنې رییس له بزګرانو د اضافي غنمو د پېر د تخلیې له پروسې لیدنه وکړه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۲:۴۰
د هلمند دکرنې رییس له بزګرانو د اضافي غنمو د پېر د تخلیې له پروسې لیدنه وکړه 

ا لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج ددې ولایت مرکز لښکرګاه کې له بزګرانو د اضافي غنمو پېر د تخلیې پروسې څخه له نږدې لیدنه وکړه.
ددغې لیدنې پر مهال  د مازادو غنمو پېرلو او معاینې پلاوي، چې په ترکیب کې یې د ولایت مقام استازي مفتي روحاني، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت استازی انجنیر غلام فاروق، د لښکرګاه ښاروالۍ استازی نعمت الله وفا او د سوداګرۍ او صنعت ریاست استازی عبدالحی مطمئن هم حضور درلود.
د هلمند دکرنې رییس د معاینې پلاوي ته وویل، چې د طرزالعمل مطابق دې له بزګرانو غنم تسلیموي، د اړونده زېرمتون مسؤلینو ته یې د منظمو قطارونو جوړولو، د قطارونو ترمنځ د فاصلې مراعتولو او په منظم ډول د یادو غنمو د حفظ او مراقبت په برخه دې خپله پاملرنه لا زیاته کړي.
دیادولو وړ ده، چې هلمند کي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په ځانګړي حکم له بزګرانو ٥٥١٠ متریک ټنه غنم پېرودل کېږي، چې دیادې پروسې چارې د ګډې کمېټې له لورې په عملي ډول پیل شوي دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۲
Background image

آگاهی‌دهی به دهاقین درباره کشت پیاز تخمی به شکل قطار در ولسوالی دند غوری

۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
برای دهاقین ولسوالی دند غوری  ولایت بغلان برنامه آگاهی‌دهی در مورد کشت پیاز تخمی به شکل قطار از سوی کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری آن ولایت برگزار شد. 
این. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

برگزاری برنامه آموزشی برای دهاقین و باغداران در ولسوالی آبشار

۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
برنامه آموزشی از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر  برای دهاقین و باغداران قریه دوست علی ولسوالی آبشار آن ولایت  برگزار شد. 
در این برنامه، برای ده‌ها تن از. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۵۸
Background image

بازدید از روند ترمیم فارم قره‌قل در بلخ

۳ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ از روند ترمیم فارم قره‌قل  آن ولایت بازدید و بررسی به‌عمل آوردند.
این بازدید به تأسی از هدایت وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها