کندهار کې سلګونو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۰:۲۴
کندهار کې سلګونو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړېږي

د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د بشري مرستو نړۍوالې ادارې په مالي او د اکټېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د شاولیکوټ او دامان ولسوالیو ۵۰۰ تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونو جوړولو لړۍ پیل کړی دی.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې هرې ګټې اخیستونکې کورنۍ  ته ۳۰ کورني چرګان، د چرګانو دانه، درمل،  دانه خوري او ابخوري ورکول کېږي. 
د چارواکو په خبره د چرګانو د ورکړي موخه په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه  برابرول دي؛ ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.   
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو،  ناروغیو مخنیوی د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي. ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۴۳
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون بیماری لمپی اسکین گاوی در ولایت کاپیسا

۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون بیماری لمپی اسکین (آبله پوستی گاوی) با هدف جلوگیری از شیوع این بیماری و حفظ سلامت مواشی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا با همکاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۳۷
Background image

رئیس زراعت بدخشان با مسئول زون شمال‌شرق سازمان خوراک و زراعت ملل متحد دیدار کرد

۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان در دیدار با مسئول زون شمال‌شرق سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، بر گسترش همکاری‌ها و تطبیق پروژه‌های مؤثر زراعتی، باغداری و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۲۵
Background image

دیدار وزیر زراعت افغانستان با معاون صدراعظم اوزبیکستان

مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، با جمشید خواجه‌یف، معاون صدراعظم جمهوری اوزبیکستان، که در رأس یک هیئت عالی‌رتبه به افغانستان سفر کرده است، در. . .

بازگشت به خبرها