خوست کې یوشمېر حیواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۰:۴۴
خوست کې یوشمېر حیواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بوټو ساتنې او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا ددې ولایت مرکز کې یو شمېر حیواني او نباتي درملتونونه او حیواني کلینیکونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې، چې د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پېر-پلور څخه ډډه وکړي، د درملتونونو ، کلینیکونو او وترنریو پاکوالي ته پاملرنه و او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونه نوي کړي.
همدارنګه يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت د جوازونو وخت يې تېر و او یایې جوازونه نه درلودل  سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایي  نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته لازمې سپارښتنې وشوې.
ددې پروسې موخه داده ترڅو خوست کې دغه ډول مراکز معیاري او په ټولو شرایطو برابر شي، ترڅو بزګرو او مالدارو ته معیاري او مسلکي خدمات وړاندې شي او د راتلونکو احتمالي خطراتو مخه ونیول شي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۴۳
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون بیماری لمپی اسکین گاوی در ولایت کاپیسا

۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون بیماری لمپی اسکین (آبله پوستی گاوی) با هدف جلوگیری از شیوع این بیماری و حفظ سلامت مواشی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا با همکاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۳۷
Background image

رئیس زراعت بدخشان با مسئول زون شمال‌شرق سازمان خوراک و زراعت ملل متحد دیدار کرد

۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان در دیدار با مسئول زون شمال‌شرق سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، بر گسترش همکاری‌ها و تطبیق پروژه‌های مؤثر زراعتی، باغداری و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۲۵
Background image

دیدار وزیر زراعت افغانستان با معاون صدراعظم اوزبیکستان

مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، با جمشید خواجه‌یف، معاون صدراعظم جمهوری اوزبیکستان، که در رأس یک هیئت عالی‌رتبه به افغانستان سفر کرده است، در. . .

بازگشت به خبرها