ننګرهار کې د اصلاح شوي تخمونو کیفیت ښه والي او تولید زیاتوالي په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۰:۲۱
ننګرهار کې د اصلاح شوي تخمونو کیفیت ښه والي او تولید زیاتوالي په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

۲۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخمونو تصدیق ورکونې رییس مولوي صدیق الله رحماني، د ننګرهار دکرنې، رییس مولوي محمد ولي محسن سره د تخمونو کیفیت لوړوالي، بنیادي او تصدیقي تخمونو تولید په موخه د ننګرهار د کرنې ریاست په دفتر کې ناسته وکړه.
مولوي صدیق الله وویل، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پالیسۍ مطابق د خوړو خوندیتوب او له کمې ځمکې څخه د زیات حاصل ترلاسه کولو په پار باید اصلاح شوي تخمونه تولید او ترویج شي.
ښاغلي رحماني وویل، هڅه کوي په شرکتونو باندې د غنمو اصلاح شوي تخمونه پر خپل وخت پاک کړي او بزګرانو ته یې په واک کې ورکړي.
نوموړي وویل سږ کال د کرنې وزارت زرګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې هم د همکارو موسساتو په مرسته وېشي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل په ننګرهار کې د تخمونو د پاکولو پروسه په ښه شکل روانه ده، او ټولو برخو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مقام د لارښونو مطابق به پر خپل وخت اجرآت ترسره کړي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۲
Background image

آگاهی‌دهی به دهاقین درباره کشت پیاز تخمی به شکل قطار در ولسوالی دند غوری

۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
برای دهاقین ولسوالی دند غوری  ولایت بغلان برنامه آگاهی‌دهی در مورد کشت پیاز تخمی به شکل قطار از سوی کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری آن ولایت برگزار شد. 
این. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

برگزاری برنامه آموزشی برای دهاقین و باغداران در ولسوالی آبشار

۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
برنامه آموزشی از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر  برای دهاقین و باغداران قریه دوست علی ولسوالی آبشار آن ولایت  برگزار شد. 
در این برنامه، برای ده‌ها تن از. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۵۸
Background image

بازدید از روند ترمیم فارم قره‌قل در بلخ

۳ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ از روند ترمیم فارم قره‌قل  آن ولایت بازدید و بررسی به‌عمل آوردند.
این بازدید به تأسی از هدایت وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها