هلمند کې سلګونو فارم لرونکو ته د چرګانو د خوراکي توکو ترڅنګ روزنه ورکړل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۴:۶
هلمند کې سلګونو فارم لرونکو ته د چرګانو د خوراکي توکو ترڅنګ روزنه ورکړل شوه

۲۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا، په داسې حال کې، چې د هلمند ولایت دکرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت هم شتون درلود، ددې ولایت ٢٧٠ تنو د چرګانو فارم لرونکو سره د چرګانو د خوراکي توکو مرسته وشوه. 
ددې مرستې په وېش غونډه کې، د هلمند دکرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر وویل؛ ددې لپاره چي هلمند کي د چرګانو فارم لرونکي په خپلو پښو ودرېږي، ددوی  ملاتړ او حمایت وشي، تر دې وړاندي نوموړیو فارم لرونکو ته د چرګانو د ښې روزني، د ناروغیو مخنیوی او درملنې، د محصولاتو راټولولو او بازار ته د وړاندې کولو او د کیفیت او کمیت له پلوه د چرګانو فارمونو د روزلو په اړه زده کړې هم ورکړل شوي دي، چې اوسمهال د هر فارم مسؤل ته  ٦ بوجۍ د چرګانو خوراکه هم ووېشل شوه.
دغه مرستې د کرنې ځنځیري ارزښت مؤسسې په مالي همکارۍ چمتو شوې وه، چې یاده مؤسسه تر دې وړاندې هم په ګڼو نورو برخو کې مرستې او همکارۍ تر سره کړي دي.
د هلمند ولایت دکرنې ریاست هڅه کوي، چې په دې ولایت کې خصوصي سکټور ته وده او پراختیا ورکړي، ترڅو د کورنيو محصولاتو صادرات مو پیاوړي او د بې کیفیته وارداتو کچه ټیټه شي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۴۳
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون بیماری لمپی اسکین گاوی در ولایت کاپیسا

۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون بیماری لمپی اسکین (آبله پوستی گاوی) با هدف جلوگیری از شیوع این بیماری و حفظ سلامت مواشی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا با همکاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۳۷
Background image

رئیس زراعت بدخشان با مسئول زون شمال‌شرق سازمان خوراک و زراعت ملل متحد دیدار کرد

۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان در دیدار با مسئول زون شمال‌شرق سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، بر گسترش همکاری‌ها و تطبیق پروژه‌های مؤثر زراعتی، باغداری و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۲۵
Background image

دیدار وزیر زراعت افغانستان با معاون صدراعظم اوزبیکستان

مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، با جمشید خواجه‌یف، معاون صدراعظم جمهوری اوزبیکستان، که در رأس یک هیئت عالی‌رتبه به افغانستان سفر کرده است، در. . .

بازگشت به خبرها