د سره صلیب نړۍواله کمېټه د هسکې مېنې ولسوالی سلګونو بزګرانو سره مرسته کوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۱:۴۵
د سره صلیب نړۍواله کمېټه د هسکې مېنې ولسوالی سلګونو بزګرانو سره مرسته کوي

۷ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن دخپل کار په دفتر کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې داقتصادي خوندیتوب مسؤل نجیب الله کوشان او عبدالکریم عزیزي سره په ننګرهار کې د دوی  کړي کارونو او راتلونکي پلانونو په موخه وکتل.
ددې لیدنې په ترڅ کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې داقتصادي خوندیتوب مسؤل نجیب الله کوشان وویل دوی د هسکی مېني ولسوالۍ په ۶ کلیو کې سلګونه بزګرانو سره په مختلفو برخو کې مرستي کوي.
نوموړې وویل د یادي ولسوالۍ په ۴ کلیو کې دکار په بدل کې دنغدو پیسووېش کارونه پیل کړی، چې ۲۷۱ تنو هېوادوالو ته پکي د کار زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه بزګرانو ته د اوبولګولو میتودونو، داوبو څخه د استفادې ګټورې لارې چارې، اقلیمي بدلونونو او ګڼو نورو برخو کې روزني هم ورکول کېږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن راغلو مسؤلینو څخه د کانالونو جوړولو، بڼوالۍ، ځنګلونو کرلو، مالدارۍ پیاوړتیا او نورو برخو کې د کړنو ترسره کولو هېله وکړه او په ټولو قانوني چارو کې ورته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۴۳
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون بیماری لمپی اسکین گاوی در ولایت کاپیسا

۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون بیماری لمپی اسکین (آبله پوستی گاوی) با هدف جلوگیری از شیوع این بیماری و حفظ سلامت مواشی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا با همکاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۳۷
Background image

رئیس زراعت بدخشان با مسئول زون شمال‌شرق سازمان خوراک و زراعت ملل متحد دیدار کرد

۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان در دیدار با مسئول زون شمال‌شرق سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، بر گسترش همکاری‌ها و تطبیق پروژه‌های مؤثر زراعتی، باغداری و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۲۵
Background image

دیدار وزیر زراعت افغانستان با معاون صدراعظم اوزبیکستان

مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، با جمشید خواجه‌یف، معاون صدراعظم جمهوری اوزبیکستان، که در رأس یک هیئت عالی‌رتبه به افغانستان سفر کرده است، در. . .

بازگشت به خبرها