د ننګرهار والي د غصب مخنيوي تخنيکي پلاوي ته د اصولي اجراتو سپارښتنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۱۱:۳۶
د ننګرهار والي د غصب مخنيوي تخنيکي پلاوي ته د اصولي اجراتو سپارښتنه وکړه

۱۱ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د دې ولايت د غصب مخنيوي تخنيکي پلاوي سره  په ليدنه کې د غصب او املاکي قضيو اړوند معلومات واورېدل او مسئولینو ته يې د اصولو له مخې د اجراتولارښوونې وکړې.
نوموړي دغه راز د ولس قربانيو او بېوزلۍ ته په کتنې په يو شمېر املاکي مسايلو کې د دقت، نرمښت او اعتدال سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د تخنیکي پلاوي کاري راپور، تثبيت او له غصب څخه د راګرځول شويو ځمکو په اړه معلومات ورکړل، او په دې برخه کې شته ستونزې  وړانديزونه،راتلونکي پلانونه او غوښتنې شریکې کړې.
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د ننګرهار د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او د غصب مخنيوی او د مخکنيو غصب شويو ځمکو خلاصون د ټول ملت په ګټه وباله او مسئولينو ته يې سپارښتنه وکړه چې په دې برخه کې د اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان او د عدليې وزارت د هداياتو مطابق اُصولي اجرات تر سره کړي.
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند دغه راز د ولسي ښېګڼو، د دوی ستونزو حل او کاري بوختياو برقرار ساتلو په موخه هم يادو مسئولینو ته په خپله برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها