کاپیسا کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي کړنې 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۰:۲۶
کاپیسا کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي کړنې 

د کاپیسا ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د کاپیسا ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي ددې ولایت د عدلیې رییس مولوی لاهورخان وفادار په مشرۍ د کاپیسا ولایت آله سای ولسوالی  ته د سفر په ترڅ کې دغه ولسوالی له ولسوال مولوی نصرت الله نصرت او سیمه ییزو چارواکو په کتنه کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په هکله خبرې اترې وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د اله سای ولسوال یاد تخنیکي ټیم ته دهراړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند او د دوی هڅې او فعالیتونه یې وستایل.
دغه راز یاد پلاوي د آله سای په ولسوالی کې له یوشمېرهغو سیمو څخه چې امارتي ځمکې په کې غصب شوي دي هم لیدنه وکړه.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۲۶
Background image

توزیع خوراکه حیوانی برای خانواده‌های نیازمند در نیمروز

۲۰ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسه هماهنگی کمک‌های انسانی (CHA)، برای شماری از خانواده‌های نیازمند در ولسوالی‌های دلارام و کنگ ولایت نیمروز خوراکه حیوانی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۲۵
Background image

آغاز کمپاین نهال‌شانی در ولسوالی واخان بدخشان

۲۰ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی در ولسوالی واخان ولایت بدخشان از سوی کارمندان ریاست زراعت بدخشان در آن ولسوالی  با همکاری اداره ولسوالی و نهادهای مربوطه آغاز شد.
این کمپاین به اساس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۲۰
Background image

غرس انواع نهال‌های مثمر در فارم تحقیقاتی گنج‌آباد اشکاشم بدخشان

۲۰ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از غرس انواع نهال‌های مثمر تجارتی در فارم تحقیقات زراعتی گنج‌آباد ولسوالی اشکاشم خبر می‌دهد.
به اساس معلومات این اداره، در. . .

بازگشت به خبرها