د میدان وردګو  سیدآباد کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوۍ سرې وېش لړۍ پيل شوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۵:۵۵
د میدان وردګو  سیدآباد کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوۍ سرې وېش لړۍ پيل شوه 

۳۱چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اسټارز» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د سیدآباد ولسوالی د دوه زره کروندګرو د سروې چارې پیل شوې. 
دیادې پروسې په لړ کې د یادې ولسوالی دوه زره بزګران د یوې رڼې سروې له مخې به د مستحقینو په لیست کې شامل او پر دوی به د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شي.
د یادو مستحقو کروندګرو د سروې او انتخاب چارې په اړونده ولسوالیو کې د ګډې کمیټې لخوا چې په ترکیب کې یې د ولسوالی، کرنې، امنیې قوماندانۍ او استخباراتو  استازي شامل دي ترسره کېږي.
په دغه پروسه کې هغه بزګران چې د ٢ څخه تر ٥ جریبه ځمکه ولري، اقتصادي وضعیت یې کمزوری وي، د تخم او کیمیاوې سرې د پیرلو توانایي نلري مستحق پېژندل کېږي، تر سروې وروسته هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو سپینه او ۵۰ کیلو توره سره ورکول کېږي، ترڅو یاد بزګر پر وخت دغه تخمونه ترلاسه کړي او راروان دغنمو فصل ته ورته بشپړ چمتوالی ولري.
د دغو مرستو موخه په یاده ولسوالی کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۹
Background image

دیدار معین زراعت و مالداری با هیئت رهبری موسسه خیریه ترکیه

۱۸ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، امروز در دفتر کارش با سلیمان ایپلی رئیس موسسه خیریه ترکیه و معاونش سردارولی شهباز دیدار و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۲۳
Background image

امضای تفاهم‌نامه همکاری میان وزارت زراعت و کمیته هالند

۱۸ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
تفاهم‌نامه همکاری پروژه «بهبود معیشت‌های پایدار و تقویت زنجیره‌های ارزش در برابر تغییرات اقلیمی در افغانستان» میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و کمیته هالند در کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۲:۱۴
Background image

توزیع نهال‌های مثمر و وسایل باغداری برای ۱۰۰ باغدار در جوزجان

۱۸ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان در همکاری با موسسه داکار، برای ۱۰۰ تن باغدار در ولسوالی فیض‌آباد این ولایت، نهال‌های مثمر همراه با وسایل باغداری و کود. . .

بازگشت به خبرها