اروزګان کې پر لسګونه هکټاره ځمکه سابه کرل شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۲:۳۰
اروزګان کې پر لسګونه هکټاره ځمکه سابه کرل شوي

۲۰چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په لسګونه هکټاره ځمکه کې سابه کرل شوي، چې دامهال دګل نیونې په حالت کې قرار لري چې حاصلات به یې ډېر ژر بازار ته وړاندې شي.
د اروزګان دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې ولایت دکرنې ریاست مسلکي کارکوونکي وخت ناوخت په دې ولایت کې د سبو او نورو کرنیزو توکو کروندو څخه د لیدنې په ترڅ کې کروندګرو ته د عصري کرکیلي، سرې ورکولو، د ناروغیو او افتونو کنټرول او نورو برخو کې هر اړخیزې سلا مشورې ورکوي.
بلخوا د اروزګان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دکرنې وزارت د پرمختیایي برنامو او پروژو له لارې په دې ولایت کې د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو او د سبو او ترکاریو د کرکېلي د نویو لارو چارو دودولو په پار ددې ولایت په کچه لوی او کوچني شنې خونې جوړې شوي دي، چې په یوه کال کې دوه فصله ورکوي، چې تر ډېره په کې بادرنګ او رومي بانجان کرل کېږي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها