د کندز د کرنې رییس د کار او ټولنیزو چارو له رییس سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۱۱
د کندز د کرنې رییس د کار او ټولنیزو چارو له رییس سره وکتل

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی امان الله حسن د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوی احمدشاه حقاني سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او ځوانانو لپاره د کارموندنې د پروګرامونو په اړه یې خبرې او نظرونه تبادله کړل.
ددې کتنې په ترڅ کې د کندز ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس د کندز ولایت بې روزګاره ځوانانو ته د کار موندنې د پروګرامونو د جوړولو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه:«د کندز دکرنې ریاست څخه هیله کوو، چې د کارموندنې په پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلي او بې سواده او سوادارو ځوانانو ته د مناسب کار زمینه برابره کړي.»
په همدې حال کې د کندز دکرنې رییس وویل، چې د کرنې وزارت تل په هغو پروګرامونو کار کوي، چې تر ډېره بې کاره او اړمنو کسانو ته د کار زمینه برابروي، څرنګه چې دغه وزارت د خپلو پراختیایي پروژو له لارې هر کال د کندز او نورو ولایتو ګڼ شمېر ښاریانو په بېلابېلو برخو کې په کار کړي او د کار زمینه یې ورته برابره کړي، او د کندز دکرنې ریاست هم هڅه کوي، چې خپلې پراختیايي پروژې زیاتې کړي او د کار پیدا کولو، د بې وزلۍ او بیکارۍ په کمولو، د خوړو د خوندیتوب په برخه کې فعاله ونډه اخلي او د سیمه ییز اقتصاد د ودې لپاره د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي».

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۱
Background image

آغاز کمپاین کنترول امراض و آفات نباتی در ولسوالی رخه

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر در  ولسوالی رخه کمپاین کنترول و جلوگیری از امراض و آفات نباتی را در شماری از قریه‌جات این ولسوالی آغاز کرد.
این. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۹
Background image

دیدار رئیس زراعت پنجشیر با مسئول کمیته صلیب سرخ پیرامون تداوم همکاری‌ها در بخش زراعت

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
قاری فضل‌الله دیوبند رئیس زراعت، آبیاری و مالداری در یک دیدار رسمی با هدایت‌الله ساحل مسئول کمیته صلیب سرخ و هیئت همراهش در مقر این ریاست دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

سفر هیئت تخنیکی به کندز برای سروی و تثبیت چراگاه‌ها

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئتی تخنیکی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور سروی، تشخیص و تثبیت چراگاه‌های ولایات شمالی کشور، پس از ولایت بغلان به ولایت کندز سفر کرد. 
این هیئت به رهبری. . .

بازگشت به خبرها