علینګار ولسوالی ته د لغمان دکرنې رییس سفر

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۵:۲۱
علینګار ولسوالی ته د لغمان دکرنې رییس سفر

۵ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد علینګار ولسوالی ته په داسې حال کې سفر وکړ چې د یاد ریاست د ځمکوالۍ امر مولوي ګل رسول زبیر او د عشر او زکات د راټولولو امر قاري ذبیح الله هشام یې ملتیا کوله.
د دې سفر په ترڅ کې نوموړي د کرنیزو چارو مدیریت له کارمندانو، کروندګرو او مالدارانو سره جلا جلا ناستې وکړې.
د لغمان دکرنې رییس د علینګار ولسوالی د کرنې کارکوونکو ته وویل: «دکروندګرو، مالدارانو او عام ولسونو ستونزو ته په وخت رسېدنه وکړئ، خپلې چارې په همغږۍ ترسره، متوازن خدمات ولسونو ته وړاندې کړئ.»
 دغه راز نوموړي کارکوونکوي خپلو دندو ته متوجي کړل، د دوي ستونزې واوریدې او دوی ته یې د ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړ.
همداراز د یاد سفر په ترڅ کې د لغمان دکرنې رییس له کروندګرو او مالدارانو سره ولیدل او د دوی ستونزې له نږدې واوریدې او دويی ته د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
په ورته مهال کروندګرو او مالدارانو د لغمان د کرنې رییس څخه مننه وکړه، چې علینګار ولسوالی ته یې سفر کړی او د دوی ستونزې یې له نږدې واوریدې.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها