پروان ولایت کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۴:۷
پروان ولایت کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د پروان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په حضور کې د دغه ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د کروندې ورځ ولمانځله.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کروندې د ورځې د نمانځلو په مراسمو کې وویل: «تېر کال مو څه باندې ۳۰ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي، خو سږکال زموږ موخه داده، چې ۶۰ زره ۴۴۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه ووېشو چې د اصلاح شویو تخمونو د وېش په زیاتوالي سره کرنیز حاصلات هم زیاتېږي.»
مولوي صدراعظم عثماني، د روان کال په ترڅ کې د بزګرانو د ملاتړ په موخه د کرنې وزارت د پروګرامونو او پلانونو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د هېواد د ځان بسیا کېدو ډاډ ورکړ.
د پروان ولايت د کرنې رياست سرپرست مولوي نياز محمد تائب د کرنې او مالدارۍ پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل: «د پروان ولايت خلک کروندګر او مالدار دي او دغه ولايت د بڼوالۍ، کرنې او مالدارۍ لپاره ډېر ښه اقليم لري، په همدې موخه ددې ولایت هر وکړی باید په دې برخه کې هلې ځلې وکړي.»
د جبل السراج ولسوال مولوي عبدالمعرؤف حقجو د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: « په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی او په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدمت لپاره زمینه برابره شوې ده. اسلامي امارت دې د بزګرانو د ملاتړ ترڅنګ دکرنې او کرنیزو محصولاتو ودې او پراختیا ته جدي پاملرنه وکړي.»
 د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ مخکښ بزګر عبدالله وویل: «ددې ولایت بزګران د کرنې میکانیزه کولو په پار کرنیز اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او کرنیزو ماشینونو ته اړتیالري. اسلامي امارت باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.»
د دغه پروګرام په ترڅ کې دکرنې وزارت د کرنیزو څېړنو د انسټیټوت لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه، د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوي صدیق الله رحماني، د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس مولوي مصباح الدین مستعین، د دعوت او ارشاد رییس مولوي مفتاح الدین متقي، دکرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوی ګل طالب جان ذکي او دغه راز د پروان دکرنې رییس مولوی نیاز محمد تائب،د جبل سراج ولسوال مولوي عبدالمعروف حقجو، د سالنګ ولسوالۍ ولسوال مولوي سمیع الله عمري، د سوداګرۍ او صنایعو رییس قاري راز محمد یاسر، د کاپیسا ولایت د کرنې رییس مولوي رحیم الله نعماني، د پروان ولایت د کرنې ریاست یو شمېر کارکوونکو او د پروان ولایت یوشمېر بزګرانو هم حضور درلود.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها