هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۳:۴۲
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۱۰۸ مه نوبتي غونډه ترسره کړه.

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۱۰۸ مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوی نیاز محمد وهاج تر څنګ دهلمند ولایت د استخباراتو ریاست رییس الحاج مولوی ناظم، د امنیې قوماندانۍ مرستیال الحاج ملا اغاولي نوراني، د کور او ښارجوړولو چارو رییس الحاج مولوي نیک محمدمعتصم، د سرحدونو او قومونو چارو رییس الحاج مولوي عبدالهادي حماد، د هلمند مستوفي الحاج ملا نعمت الله مغیره، د امارتي قضایاو آمر مولوي عبدالقاهر عاصم او د ځمکو د تنظيم آمریت کارمند انجنیر حامد بشیري هم حضور درلود.
په نننئ ناسته کې د بولان په ۷ او ۸ بلاک  کې د نیویو ترسره شویو تصرفاتو د مخنیوي او د غصب پر وړاندې د اقدام په پار لازمې پرېکړې وشوې. ددې ترڅنګ په نننۍ غونډه کې د ځمکو د غصب مخنیوی کمیسیون لخوا پر یو شمېر راغلیو موضوعاتو باندې  بحث او خبرې وشوې، دغه راز په مرکز لښکرګاه کې د برېښنا مامورینو ښارګوټي په ترتیب شوي راپور بحث او خبرې وشوې او د اصلاح په موخه راتلونکې ناستې ته وځنډول شوه.
په دغه ناسته کې همدارنګه د تخنیکي پلاوي لخوا هلمند کې د بې سرپنا کورنیو لپاره د مناسبې ځمکې په نښه کول، د فصل عینک په سیمه کې د تفصیلي پلان د ځمکې ارزول، په مارجې ولسوالی کې ددو اشخاصو ترمنځ د یوې اندازې ځمکې بررسي، د پنج آب قلعه په سیمه کې د پوهنې ریاست د مامورینو ښارګوټي د ځمکې ارزول او ګڼو نورو موضوعاتو باندې بحث او خبرې وشوې.
وروستیو کې د تخنیکي پلاوي لخوا په یو شمېر انفرادي عرایضو خبرې وشوې، په دې اړه پریکړه وشوه چې یاد موضوعات دې د ارتباط له حیثه مربوطه ادارو ته د حل په موخه ولېږدول شي.
په دغه ناسته کې همدارنګه د تخنیکي پلاوي غړیو په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو هم بحث او خبرې وکړې او د چارو لا ښه بهبود په موخه یې لازمې پرېکړې وکړې.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۱
Background image

آغاز کمپاین کنترول امراض و آفات نباتی در ولسوالی رخه

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر در  ولسوالی رخه کمپاین کنترول و جلوگیری از امراض و آفات نباتی را در شماری از قریه‌جات این ولسوالی آغاز کرد.
این. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۹
Background image

دیدار رئیس زراعت پنجشیر با مسئول کمیته صلیب سرخ پیرامون تداوم همکاری‌ها در بخش زراعت

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
قاری فضل‌الله دیوبند رئیس زراعت، آبیاری و مالداری در یک دیدار رسمی با هدایت‌الله ساحل مسئول کمیته صلیب سرخ و هیئت همراهش در مقر این ریاست دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

سفر هیئت تخنیکی به کندز برای سروی و تثبیت چراگاه‌ها

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئتی تخنیکی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور سروی، تشخیص و تثبیت چراگاه‌های ولایات شمالی کشور، پس از ولایت بغلان به ولایت کندز سفر کرد. 
این هیئت به رهبری. . .

بازگشت به خبرها