هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي کړنې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۳:۳۶
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي کړنې

۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۱۰۶ مه نوبتي غونډه ترسره کړه، چې له غونډې وروسته په مرکز لښکرګاه او د ناوې ولسوالی اړونده سیمو کې د لسګونه جریبه غصب شویو ځمکو څخه له نږدې لیدنه وکړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوی نیاز محمد وهاج تر څنګ دهلمند ولایت د استخباراتو ریاست رییس الحاج مولوی ناظم، د امنیې قوماندانۍ مرستیال الحاج ملا اغاولي نوراني، د کور او ښارجوړولو چارو رییس الحاج مولوي نیک محمدمعتصم، د سرحدونو او قومونو چارو رییس الحاج مولوي عبدالهادي حماد، د هلمند مستوفي الحاج ملا نعمت الله مغیره، د امارتي قضایاو آمر مولوي عبدالقاهر عاصم او د ځمکو د تنظيم آمریت کارمند انجنیر حامد بشیري هم حضور درلود.
په نننئ ناسته کې مرکز لښکرګاه کې په ١١ سیمو کې د غصب شویو ځمکو په اړه د امارتي ځمکو د کنترول مسؤلینو لخوا د غاصبینو ترتیب شوی لیست د غونډې ګډونوالو سره شریک شو، چې په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.دغه راز د نهرسراج ولسوالی اړوند د محمد اسمعیل خان ښارګوټي په اړه د ارزونې بشپړ شوي راپور تر لوستلو وروسته تائید او لاسلیک شو، ددې ترڅنګ په نادعلي او ګرشک  ولسوالیو کې د پوهنې ریاست د ملکیتونو د غصب، د احمدشاهي مینې د تفصیلي پلان د تطبیق، د اطلاعات او فرهنګ ریاست اړوند د تاریخي کلاؤ د ځمکې د غصب او ګڼو نورو انفرادي موضوعاتو باندې هر اړخیزه خبرې وشوې.
تخنیکي پلاوي په یاده ناسته کې د بېلابېلو اشخاصو د ځمکو نسبتي دوسیې وارزولې د حل په اړه یې یو لړ اجرائت او سپارښتنې وکړې.
وروستیو کې د تخنیکي پلاوي لخوا په یو شمېر انفرادي عرایضو خبرې وشوې، په دې اړه پریکړه وشوه چې یاد موضوعات دې د ارتباط له حیثه مربوطه ادارو ته د حل په موخه ولېږدول شي.
تر غونډې وروسته تخنیکي پلاوي په مرکز لښکرګاه کې په داسې حال کې، چې د اړونده حوزې مسؤلینو یې ملتیا کوله د بولان او عینک په دښتي سیمو کې هغه ١١ ځایونه او ځمکې له نږدې ولیدلې چې تازه ورباندې په بېلابېلو پلمو د غاصبینو لخوا کارونه پیل شوي ؤ، چې تخنیکي پلاوي له خوا یې چارې بند او عاملین یې عدلي او قضایي اداروته وروپېژندل شول.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۱
Background image

آغاز کمپاین کنترول امراض و آفات نباتی در ولسوالی رخه

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر در  ولسوالی رخه کمپاین کنترول و جلوگیری از امراض و آفات نباتی را در شماری از قریه‌جات این ولسوالی آغاز کرد.
این. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۹
Background image

دیدار رئیس زراعت پنجشیر با مسئول کمیته صلیب سرخ پیرامون تداوم همکاری‌ها در بخش زراعت

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
قاری فضل‌الله دیوبند رئیس زراعت، آبیاری و مالداری در یک دیدار رسمی با هدایت‌الله ساحل مسئول کمیته صلیب سرخ و هیئت همراهش در مقر این ریاست دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

سفر هیئت تخنیکی به کندز برای سروی و تثبیت چراگاه‌ها

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئتی تخنیکی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور سروی، تشخیص و تثبیت چراگاه‌های ولایات شمالی کشور، پس از ولایت بغلان به ولایت کندز سفر کرد. 
این هیئت به رهبری. . .

بازگشت به خبرها