د میدان وردګو سیدآباد کې پر یوشمېر کورنیو غواوې ووېشل شوې

د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان د یتیم پالنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د سیدآباد ولسوالی په سیدآباد، شیخ آباد او انخی کې په ۱۵ بې سرپرسته یتیمو کورنیو د شېدو غواوې وېشلي دي.
د چارواکو په خبره دغه غواوې له دقیقې سروې وروسته پر هغو کورنیو وېشل شوي دي، چې اقتصادي وضعیت یې خورا خرابه او د کورنۍ سرپرستي د وړو یتیمانو پرغاړه وه.
دغه غواوې په وړیا ډول پر دوی وېشل شوي دي، چې ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو اقتصادي پیاوړتیا او په دې ولسوالی کې د مالدارۍ پراختیا ته زمینه برابرول دي.