د ننګرهار شینوارو کې حيواني او نباتي درمل پلورنځي وڅارل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۰:۴۷
د ننګرهار شینوارو کې حيواني او نباتي درمل پلورنځي وڅارل شول

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د شینوارو ولسوالی د څارویو روغتیا او بوټو ساتني مدیریتونو له لورې، ددي ولسوالی په مربوطاتو کې دحيواني او نباتي  درمل پلورونکو هټيو څخه څارنه او کنټرول ترسره شوه. 
  د دغه کنټرول موخه د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو  پلور، په خپل سر د هټيو پرانیستل او د غير قانونې درمل او واکسینونو د واردولو مخنيوي دی.
ددې کنټرول په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت جواز وخت يې تېر و او یایې جوازونه نه درلودل  سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایې  نوي کړي او ترڅنګ يې يوه اندازه تاريخ تېر درمل ورڅخه راټول شول.
 همدارنګه  سپارښتنې ورته وشوې چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانستلو، د بې کيفيته درملو او واکسینو د پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
دغه راز د مصنوعي القاح تطبیق کوونکو ډاکترانو ته د ښو او غوره استراګانو د کارولو ترڅنګ د مالدارانو اقتصادي وضعیت درک او له هغوي سره دغوره انساني چلند ترسره کولو هیله وکړه.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۵۶
Background image

توزیع تخم سبزیجات و وسایل کاری برای ۱۴۷ دهقان در ولسوالی شکردره کابل

۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل در  ولسوالی شکردره با همکاری و حمایت مؤسسه (دبلیو اچ اچ)، برای ۱۴۷ دهقان سبزی‌کار یک مقدار تخم سبزیجات و وسایل کاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

سفر هیئت تخنیکی به ولایت تخار به منظور سروی و تثبیت چراگاه‌ها

۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
یک هیئت تخنیکی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به هدف سروی، تشخیص و تثبیت چراگاه‌های ولایت‌های شمالی کشور، پس از ولایت‌های بغلان و کندز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

کمپاین گسترده برای جلوگیری از بیماری کانگو در زون شرق؛ نُه هزار حیوان معالجه می‌شوند

۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار و با همکاری مالی و تخنیکی اداره غذا و زراعت ملل متحد (فائو) و سازمان صحی جهان (دبلیو اچ او)،. . .

بازگشت به خبرها