د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د غنمو پر بېلابېلو ډولونو څېړنې روانې دي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۹:۳۶
د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د غنمو پر بېلابېلو ډولونو څېړنې روانې دي

د خوست ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو څېړنو مدیرت فني او مسلکي کارمندانو لخوا د جوارسل څېړنیز فارم کې د مورنيو او هستوي تخمونو او تجاربو سیټونو تطبیق باندې تحقیق او څیړنې روانې دي.
په یادو څېړنو کې چې ډول ډول تجربې پکې شاملې دي، د غنمو داصلاح،  اګرانومي او نباتي ناروغیوسیټونه شامل دي، چې د پلان له مخې به هستوي او مورني تخمونه ورڅخه په لاس راوړل شي.
په یادو څېړنو کې د غنمو نبات باندې دنباتاتو داصلاح په برخه کې تجربې ترسره کېږي او ترڅنګ یې د اګرانومۍ تجربه چې داوبو تاثیر دغنمو په حاصلاتو باندې ارزول کېږي هم شاملې دي.
د یادو څېړنیزو قطعاتو او هستوي مورني تخمونو دکرنې او روزنې ټول مراحل د فني او مسلکي کارمندانو لخوا ترسره کېږي.
د خوست د کرنې اداره پلان لري، چې خوست کې د بېلابېلو نباتاتو، حبوباتو، سبو او مېوو د تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کې د خپلو مسلکي کارمندانو په مټ کار وکړي ترڅو له مخې یې د ځمکوالو حاصلات لوړ او د قناعت وړ عاید ترې ترلاسه شي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۲
Background image

نشست به‌منظور بهبود فعالیت‌های مرکز واحد تثبیت اراضی برگزار شد

۱۵ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ هـ.ق
به‌منظور ارزیابی و تقویت هماهنگی فعالیت‌های مرکز واحد تثبیت اراضی، نشست مهمی در ریاست تصفیه اراضی مربوط وزارت زراعت، آبیاری و مالداری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

فرصت ویژه برای تولیدکنندگان و متشبثان سکتور زراعت و مالداری کشور

ریاست انکشاف سکتور خصوصی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان از شما دعوت می‌کند تا در  میله دهقان و سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری در بادام‌باغ کابل غرفه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

برگزاری جلسه هماهنگی سکتور زراعت و انکشاف دهات در فاریاب

۱۵ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت فاریاب به‌منظور بررسی روند تطبیق برنامه نهال‌شانی خزانی ۱۴۰۴ و کمپاین ملی نهال‌شانی بهاری ۱۴۰۵، تحت ریاست مولوی جان‌مراد وقار رئیس. . .

بازگشت به خبرها