ختیځ زون کې پر یوشمېر مالدارانو د مالدارۍ د اصلاح بستې ووېشل شوې

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۱ - ۱۳:۳
ختیځ زون کې پر یوشمېر مالدارانو د مالدارۍ د اصلاح بستې ووېشل شوې

۱۱ تله ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامه «NHLP»د مالدارۍ د پراختیا او د مالدارو کورنیو دملاتړ په پار داځل د هېواد د ختیځ زون پر یوشمېر مالدارو کورنیو د مالدارۍ د اصلاح بستې ووېشل.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ دملي برنامې چارواکي وایي، چې ددې برنامې له لارې د هېواد د ختیځ زون (ننګرهار، کونړ او نورستان) ولایتونو پر یوشمېر مالدارو کورنیو د مالدارۍ د اصلاح بستې «د غوجلو د اصلاح بستې» وېشل شوي دي.
په دغو بستو کې د غوجلو د اصلاح لپاره دوه کړکۍ، دوه هواکش نلونه او یو دواپاشي پمپ شامل دي، چې د ننګرهار ولایت په لسو ولسوالیو کې
۴۷۶ بستې، د کونړ ولایت په دوولسو ولسوالیو کې ۳۳۶ بستې او د نورستان ولایت په پنځو ولسولیو ۲۸۰ ووېشل شوې چې هر يوه مالدار ته يوه بسته ورکړل شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې له دې سره به نه يوازې د څارويو د يو شمېر وژونکو ساري او غيرساري ناروغيو مخه ونيول شي بلکې د حيواني محصولاتو کميت او کيفيت دواړه به ورسره زيات شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

اشتراک معین زراعت و مالداری در افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در کابل

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در مراسم افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در منطقه خوشحال‌خان شهر کابل اشتراک کرد.
در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

توزیع ماشین‌های پشم‌ریسی برای ۴۵۰ زن در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به همکاری کمیته هالند برای ۴۵۰ تن از زنان در مرکز این ولایت و ولسوالی قره‌باغ ماشین‌های پشم‌ریسی توزیع کرد.
این برنامه به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی به‌منظور ایجاد کشتزارهای نمایشی در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به‌منظور افزایش حاصلات زراعتی، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده و گسترش روش‌های معیاری زراعت، برای ۱۸ دهقان در مرکز این. . .

BACK TO NEWS