غزني کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۵:۲۵
غزني کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې


۲۰ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
 دغزني د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب سوو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون اړوند، د تخنیکي پلاوی رييس مولوي محمد ادریس حنیف په مشرۍ ناسته ترسره شوه.
یادې کمیټې د معمول سره سم د غزني د کرنې ریاست کې خپل منځي ناسته وکړه، په ناسته کې د خلکو د عریضو دموضوعاتو څېړنه او ارزونه ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون، د غزني د کرنې، اوبولګو او مالدارۍ وزارت او د غزني ولایت مقام لخوا تخنیکي پلاوی ته د محول شویو موضوعاتو له هر اړخیزې څېړنې وروسته لازم اجرائت ترسره شول.
همدارنګه تخنیکي کمیټې د تیرې غونډې د ترسره شویو پریکړو په اړه اړوندو مراجعو ته  تعقیبي هدایتونه ورکړل.
باید وویل شي، چې غزني کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړئ او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

دیدار هیئت بلندپایه از کانال بزرگ و ملی قوش‌تپه

۸ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئتی بلندپایه به رهبری مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایات شمالی کشور از جریان کار پروژه بزرگ و ملی کانال قوش‌تپه بازدید نمود و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۵۶
Background image

توزیع تخم سبزیجات و وسایل کاری برای ۱۴۷ دهقان در ولسوالی شکردره کابل

۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل در  ولسوالی شکردره با همکاری و حمایت مؤسسه (دبلیو اچ اچ)، برای ۱۴۷ دهقان سبزی‌کار یک مقدار تخم سبزیجات و وسایل کاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

سفر هیئت تخنیکی به ولایت تخار به منظور سروی و تثبیت چراگاه‌ها

۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
یک هیئت تخنیکی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به هدف سروی، تشخیص و تثبیت چراگاه‌های ولایت‌های شمالی کشور، پس از ولایت‌های بغلان و کندز. . .

بازگشت به خبرها