پکتیا کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۵:۲۸
پکتیا کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

١۶ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا دنیالګیو کېنولو کمپاین په داسې حال کې پیل شوه، چې د پکتیا دکرنې رییس الحاج مولوی عبدالرؤف سعید، د اقتصاد رییس مولوي محمد انور راشد، د چاپېریال ساتنې رییس مولوی عبدالهادي هدایت، د څمکنیو ولسوالی ولسوال مولوي شیرعلی شوکت، د احمدخیلو ولسوالی ولسوال مولوی لعل بادشاه حکمت، د ډنډه پټان ولسوالی مرستیال ولسوال، د طبیعي سرچینو آمر قاري عبدالباقي مهاجر، د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیمزی، د څمکنیو ولسوالی ترویج مدیر، قومی مشرانو، بڼوالو او رضاکاره ځوانانو ګډون کړی وو.
یاد کمپاین د نیالګیو کښېنول وچکالۍ له منځه وړل تر عنوان لاندې ددې ولایت څمکنیو ولسوالی کې د یادو مشرانو له خوا د یو یو نیالګيو په کېنلو سره رسماً پیل شو.
ددې کمپاین د پرانیستې پر مهال د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی عبدالرؤف سعید د ونو د کېنولو په راتلونکو پلانونو خبرې وکړې، نوموړي زياته کړه چې سږ کال به په مرکز او ولسواليو کې د مېوه لرونکو او بې مېوې ونو سلګونه زره نيالګي کښېنول، چې د چاپېريالي، اقتصادي او ټولنيزو ګټو برسېره به په زرګونه هکتاره تخريب شوي ځنګلونه بيا ورغوي.
په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې رییس مولوي هدايت په خپلو خبرو کې شرعي نصوصو له مخې د ځنګلونو او ونو پر اهميت خبرې وکړې، نوموړي ونې د چاپېريال ساتنې لپاره مهمې او حیاتي پانګه وبلله.
په ورته وخت کې د څمکنیو ولسوال مولوي شیرعلي شوکت د ونو د کمپاين په پيل کېدو خوښي څرګنده کړه، زياته يې کړه چې سږ کال د نورو کالونو په نسبت ځکه هيله بښونکی ده، چې امن برقراره او په يوه سوله ييزه فضاء کې د افغانستان د زرغونتیا لپاره نيالګي کينوو او د ولس سره څنګ په څنګ د هېواد جوړونې ته مټې ورکوو.
د اقتصاد رییس مولوي محمد انور راشد په خپلو خبرو کې په پکتياوالو غږ وکړ، چې د ونو کېنولو او کرنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو له همدې لپاره پر خپلو ځانونو بسيا او په کور دننه د داخلي توکو تولید لوړ کړو، نوموړي زياته کړه چې همدغه چاره د داخلي ثبات لپاره ډېره اړينه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې دکرنې وزارت له خوا د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کښېنولو کمپاین پیل شوی، چې په ترڅ کې به یې د هېواد د زرغونتیا لپاره په میلیونونو نیالګي کښېنول شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS