د ځمکو چارو رییس د ملا تره خېل په ښارګوټي کې د سروې ټيمونو سره ناسته ترسره کړه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۳:۲۶
د ځمکو چارو رییس د ملا تره خېل په ښارګوټي کې د سروې ټيمونو سره ناسته ترسره کړه

٣٠ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
٨ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق 
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم د ملا تره خېل په ښارګوټي کې په دندو بوخت د سروې ټيمونو سره د هغو د دندو او اجراآتو په اړه ناسته ترسره کړه.
په پيل کې دکرنې وزارت د اراضۍ  رییس د ملا تره خېل په ښارګوټي کې له ټيمونو څخه وغوښتل، چې د خپلو مسوليتونو په تړاو يې تر اوسه څومره سیمه سروې کړې او څه اجراآت يې ترسره کړي دي خپل راپور دې د اراضۍ ریاست مقام ته بیان کړي.
ورپسې د کرنې وزارت د مالي څانګې سلاکار شیخ رحمت الله د ټيمونو په استازيتوب خبرې وکړې وويل: "د ملا تره خېل په ښارګوټي کې د اراضۍ  رياست څخه ۱۳ ګروپونه په دندو بوخت دي او دغه ښارګوټي کې ټول ټال ۳۳ ګذره دي چې تر اوسه د نهو ګذرو د سروې چارې بشپړ شوي دي."
د اراضۍ ادارې رییس د مسوولينو د خبرو له اورېدو وروسته وويل: "خپلې چارې ګړندۍ کړئ او په چارو کې خنډ او ځنډ د منلو نه دی."
د اراضۍ رییس زیاته کړه: "که مو په دندو کې هر ډول خنډونه وي او ياهم کارکوونکي په خپل ټاکلي وخت سیمې نه ځي او يا هم نورې داسې ستونزې چې تاسې نشې کولای هغه ته د پای ټکی کېږدی نو موضوع له ماسره شريکه کړې تر څو په اړه يې لازم اجراآت ترسره شي."
ښاغلي مظلوم د ځمکو د اجارې په برخه کې هم خبرې وکړې وويل: "د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم پر بنسټ د اوس لپاره په هېواد کې دوه ډوله ځمکې په اجاره ورکول کېږي.لومړۍ هغه ځمکې چې تر پنځه کلونو پورې په اجاره ورکول شوي دي یو کال نور هم تمدیدېږي او دویم هغه ځمکې چې له غصب څخه خلاصې شوي دي تر يوه يا دوه وو کلونو لپاره پرته له داوطلبۍ په اجاره ورکول کېږي."
په پای کې د اراضۍ رییس ټولو ته لارښوونه وکړه، چې له دې وروسته هېڅ ډول عذر د منلو ندې او که څوګ بیا هم په خپله دنده کې خنډ او ځنډ رامنځته کړي په اړه به يې د اراضۍ ریاست د مقام لخوا څرنګه چې لازمه وي پرېکړه کېږي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

برگزاری نشست هماهنگی برای ایجاد سهولت‌ها به مراجعین در ریاست زراعت بلخ

۱۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
نشست هماهنگی به منظور ایجاد سهولت‌ها برای مراجعین و تنظیم بهتر روند دیدار با رئیس و آمرین در ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ برگزار شد.
این نشست به رهبری رئیس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۴۸
Background image

آغاز کمپاین مبارزه با آفت ملخ در ولسوالی‌های بلخ

۱۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین مبارزه علیه آفت ملخ از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ در شماری از ولسوالی‌های این ولایت آغاز گردید. این برنامه تحت نظارت رئیس زراعت بلخ و بر اساس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۳۸
Background image

آغاز کمپاین سروی و مجادله علیه ملخ‌های مضره در بغلان

۱۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین سروی و مجادله علیه ملخ‌های مضره زراعتی از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بغلان آغاز گردید. این برنامه تحت هدایت مولوی عبدالکریم حذیفه رئیس زراعت بغلان و. . .

بازگشت به خبرها